د لاسرسي ځای

تازه خبر

'وړې وړې شخړې دې تر کچارۍ مخکې په جرګو هوارې شي'


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د قبايلي ضلعو ځوانانو او صوبايي اسمبلۍ غړو په خپلو سيمو کې د شخړو هواري جرګو جوړولو هرکلی کړی خو د وکيلانو اتحاديه وايي چې دوی د خپلو شخړو هواري لپاره د هېواد د نورو سيمو په څېر عدالتي نظام غواړي.

د قبايلي ځوانانو جرګې مشر ارشد اپرېدي په پنجشنبه مشال راډيو ته وويل چې د عدالتونو له لارې د وړو وړو مسلو په حلولو کې ډېر وخت لګېږي نو ځکه دوی د دې جرګو هرکلی کوي. نوموړي زیاتوي ډېر داسې واړه واړه جنجالونه چې له کلونو کلونو به په کچاریو کې چکرې پرې لګېدلې، هغه د شخړو هوارولو جرګو په څو ګنټو کې ختم کړي دي.

د اپرېدي په وینا د دې وړو وړو شخړو له هوارولو سره نه یوازې پر عدالتونو بوج راکم شو بلکې خلکو ته زغرده انصاف هم ملاو شو. بله ګټه یې دا ده چې د وکیل له خرچو هم خلک خلاصېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د خېبر پښتونخوا د پوليسو مشر محمد نعيم خان پوليس چارواکو ته امر کړی چې په قبايلي ضلعو کې د شخړو هواري کونسلې يا جرګې جوړې کړي چې خلکو ته فوري انصاف ورسي.

نوموړي په يو بيان کې ویلي دي چې دغه هدايات يې د چارشنبې پر ورځ د پېښور، ملاکنډ، ډېره اسماعيل خان، مردان، کوهاټ او بنو پوليس چارواکو ته ورکړي دي. دوی نېټه ياده نکړه خو وايي ډېر زر به ورته عملي بڼه ورکړي.

په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې له قبايلي سيمو منتخب ازاد استازي مير کالام وزير وايي د شخړو هواري کې باید په وطن مین، تعليم يافته او پاک خلک واخېستل شي.


په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د قبايلي سيمو استازی او د حکومتي ګوند پاکستان تحريک انصاف غړی نصير الله خان د ډېسېمبر پر ۱۹مه نېټه مشال راډيو ته وويل چې دا جرګې د وړو وړو شخړو هوارولو لپاره دي.

نوموړی وايي پر عدالتونو دومره ګڼه ګوڼه ده چې ډېره کوچنۍ خبره ډېره اوږده ولاړه شي. او زیاتوي د دې کونسلو د پرېکړو خلاف يو تن عدالت ته هم تللی شي.

بلخوا په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې له قبايلي سيمو منتخب ازاد استازي مير کالام وزير د ډېسېمبر پر ۱۹مه نېټه مشال رېډيو ته وويل بايد د شخړو د هواري په دې جرګو کې پوهه، تعليم يافته او پاک خلک واخستل شي.

حکومت لره پکار ده چې لومړی په قبايلي سيمو کې عدالتي نظام پياوړی کړي او بيا د هغه تر سیوري لاندې دا ډول جرګې جوړې کړي نه چې د پوليسو په مشرۍ کې.
اعجاز مومند


دی زیاتوي، وطنپالي او وطندوسته مشران او عالمان دې په دې جرګو کې واخېستل شي. داسې کسان دې نه پکې اخېستل کېږي چې د ډي سي په اشارو چلېږي او نه به خلکو ته انصاف ملاوېږي بلکې هغه د زورو او کمزوري مسله به روانه وي.

د قبايلي سيمو وکيلانو اتحاديې پخوانی مشر او موجوده غړی اعجاز مومند د ډېسېمبر پر ۱۹مه نېټه مشال رېډيو ته وويل، حکومت لره پکار ده چې لومړی په قبايلي سيمو کې عدالتي نظام پياوړی کړي او بيا د هغه تر سیوري لاندې دا ډول جرګې جوړې کړي نه چې د پوليسو په مشرۍ کې.

د ښاغلي مومند په خبره دا وخت په ډېرو ضلعو کې د ځايي پولیس افسرانو تر ډيپټي کمېشنرانو هم عزت ډېر دی، بلکې تر ډي سي یې هم چوکۍ ډېره مضبوطه ده. ځکه چې د علاقې وړې وړې مسلې همدغه افسرانو ته راځي نو داچې د شخړو هوارولو جرګې دي دا به د پولیس افسرانو تر سیوري لاندې وي او د دې به داسې ناسمې نتیجې راووځي چې ورو ورو به خلک ترې ستومانه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د سپریم کورټ مشر قاضي اصف سعید کوسه د ديسمبر په ۱۸ مه په اسلام اباد کې د قبایلو په اړه جوړې غونډې ته په وینا کې وویل، د پېښور های کورټ مشر قاضي ته یې ویلي ول چې قبایلو ته تکړه قاضیان او عمله واستوي.

کوسه زیاته کړه چې خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر ته یې هم ویلي چې تکړه افسران قبایلو ته واستوي ځکه چې د هغو سیمو اوسېدونکي له پولیس او عدالتي نظام سره بلد نه دي.

د پاکستان پارلېمان، حکومت او ولسمشر د تېر کال د مې په اخري اوونۍ کې د اییني ترمیم په منظورولو قبایل په خیبر پښتونخوا ورګډ کړل.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG