د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې یو امریکايی سرتېری وژل شوی


ارشیف
ارشیف

د امريکا د متحدو ايالتونو پوځ وايي يو امريکايي عسکر نن دوشنبه په افغانستان کې د پوځي عملياتو پر مهال وژل شوى دى.

دغو ځواکونو په خپله اعلاميه کې په دې اړه نور جزیيات نه دي ورکړي او د وژل شوي سرتېري نوم يې هم نه دى په ډاګه کړى.

په ٢٠١٩ میلادي کال په افغانستان کې نږدې ٢٠ تنه بهرني سرتېري وژل شوي دي.

دا مهال په افغانستان کې د مېشتو بهرنيو پوځيانو شمېر شا او خوا شلو زرو ته رسېږي، چې ډېرى يې امريکايان دي.

دوى د ناټو غوڅ ملاتړ ماموريت په چوکاټ کې د افغان ځواکونو د روزنې، همکارۍ او سلامشورې چارې پرمخ بيايي.

ځينې امريکايي ځواکونه د تندلارو ډلو پرضد د ترهګرۍ پروړاندې عمليات هم کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG