د لاسرسي ځای

تازه خبر

لغمان: په جنازه کې چاودنې درې تنه وژلي


د لغمان په دولت شاه ولسوالۍ کې په جنازه چاودنې درې تنه وژلي او اووه نور ژوبل دي.

د لغمان والي ویاند اسدالله دولتزي مشال راډيو ته وویل چاودنه له غرمې وړاندې د سیمې د یوه قومي مشر عبدالشکور په جنازه کې شوې ده.

ښاغلی دولتزی وایي زخمیان یې پر وخت د مهترلام روغتون رسول شوي چې د ټولو روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی.

نوموړي ادعا وکړه چې چاودنه وسله والو طالبانو کړې ده.

خو د پېښې مسوولیت تر دې دمه نه وسله والو طالبانو او نه د دولت کومې بلې مخالفې وسله والې ډلې منلی.​

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG