د لاسرسي ځای

تازه خبر

نن په ازبکستان کې پارليماني ټاکنې کېږي


د ۲۰۱۶ کال د ټاکنو انځور: يو سړی خپله رايه اچوي
د ۲۰۱۶ کال د ټاکنو انځور: يو سړی خپله رايه اچوي

د ډېسېمبر پر ۲۲مه، په ازبکستان کې خلک په پارلېماني انتخاباتو کې برخه اخلي. د شوکت میرضیاییف په واک کې تر رتګ درې کاله وروسته دا لومړی ځل دی چې په هغه هیواد کې پارلیماني ټاکنې کېږي.

میرضیاییف په ۲۰۱۶ کال کې د اسلام کریموف له مړینې وروسته په واک کې راغی او هغه مهال یې ژمنه کړې وه چې اصلاحات به راولي.

تر هغه وړاندې اسلام کریموف نږدې درې لسییزې د ازبکستان مشر پاتې شوی وو.

۲۰ میلیونه خلک په اوسنیو انتخاباتو کې د رایو د ورکولو جوګه ګڼل شوي دي او پنځه ګوندونه په انتخاباتو کې ګډون کوي.

دا انتخابات د نوي ازبکستان او نویو ټاکنو تر شعار لاندې کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG