د ایران ولسمشر حسن روحاني جاپان ته تلل. ټوکیو هڅه کوي چې د ایران او امریکا ترمنځ په ترینګلتیا کې منځګړتوب وکړي.
په تېرو دوو لسیزو کې روحاني د ایران لومړی ولسمشر دی چې جاپان ته ځي.
دا له هغې وروسته ده چې د سږ کال د جون په میاشت کې د جاپان وزیر اعظم شینزو ابې تهران ته ولاړ.
شینزو ابې په تېرو د ۴۰و نه په زیاتو کالونو کې د جاپان لومړی وزیر اعظم دی چې ایران ته یې سفر وکړ.
دواړه مشران به نن (د ډېسېمبر پر۲۰مه) ناوخته په ټوکیو کې سره ویني.
جاپان د امریکا اتحادي هېواد دی او له ایران سره هم دوستانه اړیکي لري.
د جاپان بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي هېواد یې د ایران او امریکا په ګډون د سیمې د هېوادونو ترمنځ د ترینګلتیا ختمولو او په منځني ختیځ کې د حالاتو د مستحکم کولو لپاره سفارتي هڅې او همکاري کوي.