د لاسرسي ځای

تازه خبر

تر پنځم ټولګي د مورنیو ژبو مضمون لازمي کوو: د خېبر پښتونخوا حکومت


تر پنځم ټولګي د مورنیو ژبو مضمون لازمي کوو: د خېبر پښتونخوا حکومت
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:12:51 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د خېبر پښتونخوا حکومت ويلي چې د راتلونکي۲۰۲۰ز کال له مارچ میاشتې څخه به په ټولو تعلیمي ادارو کې تر پنځم جماعته د پښتو مضمون د نصاب لازمي برخه ګرځوي. دا فیصله به د سرکاري او شخصي سکولونو ترڅنګ پر مدرسو هم عملي کېږي. په خیبر پښتونخوا کې ژبپوهان وايي، باید تر پنځم جماعته ټولې زده کړې په پښتو شي نو ماشومان به خپل سبق په اسانۍ سره پوهېږي او انګریزي او اردو دې د ژبو د مضمونو په توګه د نصاب برخه وګرځول شي. په روانه خپرونه کې د مورنیو ژبو د اهمیت په اړه خبري شوي دي. د دې ترڅنګ د هنګو د یو سکول تکړه ماشوم ضیا الاسلام سره مرکه هم لرو. د دې خپرونې ګوربنه انیسه اجمل ده.

XS
SM
MD
LG