د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: ماین چاودنې ۱۰ تنه وژلي


د خوست پولیس وایي، په سیمه کې یې یو بل ماین هم کشف او خنثی کړی دی.
د خوست پولیس وایي، په سیمه کې یې یو بل ماین هم کشف او خنثی کړی دی.

د افغانستان په خوست ولایت کې یوې د سړکغاړې ماین چاودنې لس کسان وژلي دي.

د خوست امنیې قوماندانۍ وایي، چې چاودنه نن سهار شاوخوا پنځه بجې د دې ولایت د علیشیرو او تریزیو ولسوالۍ د بوخانې کنډو اړوند په چنار سیمه کې رامنځته شوې ده.

د خوست د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل حیدر نن سهار ازادي راډيو ته وویل، چې په چاودنه کې وژل شوي ټول ملکي کسان دي چې پنځه نارینه، دوه میرمنې او درې ماشومان پکې شامل دي.

د خوست پولیس وایي، په سیمه کې یې یو بل ماین هم کشف او خنثی کړی دی.

د خوست ولایت مقام وایي، چې یاد کسان لوګر ولایت ته د یوې جنازې لپاره روان و، چې د سړک غاړې په دې ماین ور برابر شوي دي.

د خوست والي محمد حليم فدايي په خپره کړي خبرپاڼه کې په دې پېښه خواشيني څرګنده کړي او دا يې غير اسلامي او غير انساني عمل بللى دى.

ر اوسه د دې چاودنې مسولیت چا نه دی منلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG