د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان پیپلز ګوند د ډېسېمبر پای کې حکومت خلاف احتجاج پیلوي


اخوندزاده چټان وايي، د ولس ستونزې ورځ تر بلې زیاتېږي. نو  هغوی ځکه پلان لري چې پر ضد یې احتجاج پیل کړي. 
اخوندزاده چټان وايي، د ولس ستونزې ورځ تر بلې زیاتېږي. نو  هغوی ځکه پلان لري چې پر ضد یې احتجاج پیل کړي. 

پراګ ـ د پاکستان پیپلز ګوند چارواکي وايي، د ډېسېمبر له ۲۷مې نېټې نه د عمران خان د حکومت د لرې کولو لپاره یو احتجاجي مهم پیلوي.

د یاد ګوند یو مشر اخوندزاده چټان د ډېسېمبر پر ۱۴مه مشال رېډيو ته وویل چې د موجوده حکومت کارکردګي ښه نه ده او د ولس ستونزې ورځ تر بلې زیاتېږي. نو هغوی ځکه پلان لري چې پر ضد یې احتجاج پیل کړي.

"دا احتجاج به د پیپلز ګوند تر منشور لاندې وې خو اپوزیشن ګوندونه هم راسره په دې کې شاملېدای شي. هر ګوند ته حق ترلاسه دی چې د اپوزیشن کردار ادا کړي."

اخوندزاده چټان زیاته کړه، د احتجاجونو د کړنلارې په اړه به نور جزیات وروسته له رسنیو سره شریک کړي."

خو د پاکستان تحریک انصاف ګوند د قامي اسمبلۍ غړی محمد اقبال اپریدی وايي، اپوزیشن ګوندونه د خپلو درغلیو پټولو او د ولس پام اړولو لپاره دا احتجاحونه کوي.

"په بنیادي توګه د اپوزیشن کار د حکومت غلطیانې او د ځنډ ښکار کارونه مخې ته راوړل وي چې ترې ولس ته ګټه ورسیږي. د موجوده اپوزیشن کار خپل ځان بچ کول، خپلې درغلۍ بچ کول او په حکومت یوازې د دې لپاره تور لګول چې عوام ترې زړه بد شي او دوی بیا په واک کې راشي."

خبریال شمیم شاهد بیا وايي چې په هېواد کې د ګرانۍ او خرابې حکومتداری له وجې د ولس مشکلات زیات شوي دي. نوموړي زیاته کړه:

"پاکستان کې حالات ډیر خراب دي، نو ځکه اپوزیشن ګوندونه راوتي دي. پاکستان تحریک انصاف چې دا تور پورې کوي چې اپوزیشن د درغلیو لپاره احتجاجونه کوي نو په احریک انصاف کې خو هم د مسلم لیګ ن او پیپلز پارټۍ غړي شامل شوي دي نو بیا خو دغه خلک هم په درغلیو کې شامل ول."

د پيپلز ګوند د احتجاجي مهم نه وړاندې په پاکستان کې د حکومت خلاف د جمعیت علمای اسلام ف ډلې په مشرۍ د اپوزیشن ګوندونو احتجاجونه پیل شوي دي.

جمعیت علمای اسلام ف لومړی د اکتوبر له ۳۱ په اسلام اباد کې احتجاجي ناسته پیل کړه او بیا د دهرنې ختمولو وروسته اوس د هېواد په بېله بېلو سیمو کې وخت نا وخت احتجاجونه کوي.

هغوی تور پورې کوي چې موجوده حکومت په ټګیو او درغلیو راغلی نو وزیراعظم عمران خان دې د استعفی ورکړي او په ملک کې دې د پوځي لاسوهنې پرته انتخابات وشي.

خو وزیراعظم عمران خان، الیکشن کمېشن او پوځ په انتخاباتو کې د درغلیو او لاسوهنې تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG