د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې پولیو ۱۰۱ ماشومان ځپلي


چارواکي وايي، نوي کیسونه په سند صوبه او صوابۍ کې مخې ته راغلي.
چارواکي وايي، نوي کیسونه په سند صوبه او صوابۍ کې مخې ته راغلي.

پراګ ـ په پاکستان کې روغتیايي چارواکي وايي، په روان کال کې د ګوزڼ وهلو ماشومانو شمېره له ۱۰۰ پورته شوې ده.

د خیبرپښتونخوا د واکسینو د پروګرام مشر ډاکټر سلیم د ډېسېمبر پر ۱۴مه مشال رېډيو ته وویل:

"په ټول هېواد کې د پولیو ۱۰۱ کیسونه رپورټ شوي دي چې ۷۳ پکې د خیبر پښتونخوا دي. نوي کیسونه په سیند صوبه او صوابۍ ضلع کې مخې ته راغلي دي. زموږ له دې سیمو دا توقع نه وه او دا زموږ لپاره د پولیو په برخه کې خطرناکې سیمې هم نه وې."

د ډاکټر سلیم په وینا، د پولیو د کیسونو د زیاتېدو علت دا دی چې سږ کال هغوی د پاکستان په ځینو برخو کې یواځې په اپریل او اګست میاشتو کې د پولیو پر ضد کمپاین چلولی وو. همدا رنګه د نوموړي په وینا د روان کال په اپریل میاشت کې په ماشوخېلو کې د پولیو ضد پروپاګند هم دې بهیر ته تاوان ورسولو.

ډاکټر محمد سلیم زیاته کړه چې د پولیو راروان کمپاین به د ډېسېمبر له ۱۶مې پیلیږي.

سږ کال د اپريل په مياشت کې د پېښور په ماشوخېلو کې ځينو ځايي خلکو ماشومانو ته تر څاڅکو ورکولو وروسته داسې يوه ويډیو خپره کړې وه چې پکې ماشومانو په بې هوشه حالت کې ښودل شوي وو او ادعا شوې وه چې هغوی تر واکسين اخیستو وروسته ناروغه شوي دي. خو وروسته بيا پلټنو دا خبره دروغ ثابته کړه.

بلخوا د معزوره ماشومانو د حقونو لپاره کارکونکې افشا اپریدۍ چې پخپله د پولیو له وجې په پښو معزوره ده، وايي، د روغتیا کارکونکو ته د پولیو ضد د واکسینو او د کار په اړه د سمې روزنې نه ورکول کېدو، د څاڅکو په اړه د ګنګوسو کونکو کسانو خلاف د کارروایۍ نه کېدو ،او ځینو نورو وجوهاتو له امله له پاکستانه د پولیو وایرس نه ختمېږي.

هغې زیاته کړه:

"حکومت او مذهبي عالمانو له پکار دي چې په دې لړ کې خپل رول ولوبوي"

د سرکاري شميرو ترمخه په ۲۰۱۸ کال کې په پاکستان کې د پوليو ۱۲ ناروغان رپوټ شوي وو.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د ټولو صوبو اعلا وزیرانو ته ویلي چې د پولیو ناروغۍ پر ضد د راتلونکي کمپاين مشري دې پخپله وکړي.

همدا رنګه د وزیراعظم د اطلاعاتو سلاکاري فردوس عاشق اعوان پر ټویټر لیکلي چې د پولیو واکسینو په لړ کې د پوهاوي پروګرامونه په ټول ملک کې روان دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG