د لاسرسي ځای

تازه خبر

احسان داوړ: د شمالي وزیرستان له کډوالو سره مالي مرستې پیل شوې


د ستنېدونکو کډوالو پخوانی عکس
د ستنېدونکو کډوالو پخوانی عکس

پراګ - په خیبر پښتونخوا کې د قدرتي افتونو پر مهال د انتظاماتو اداره - پي ډي ايم اې – وايي ، د شمالي وزيرستان له کډوالو سره د مالي مرستو لپاره یې ۱۹ کروړه روپۍ جاري کړې دي.

دا مالي مرستي د هغو کډوالو لپاره دي چې په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نامه پوځي عملياتو له کبله بې کوره کړل شوي وو او اوس په کېمپونو کې ژوند کوي.

د یادې ادارې وياند احسان داوړ وايي، کډوالو ته به دا مالي مرستې د سیم کارډ په وسیله ورکول کېږي.

احسان داوړ مشال راډيو ته وویل ، “په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب پوځي عملياتو له کبله د بې کوره شويو رجسټرډ پنځلس زره کورنيو لپاره ۱۹ کروړه روپۍ جاري کړې دي.”

احسان داوړ وويل چې د دسمبر له ۱۳مې کډوالو ته د مالي مرستو لړۍ پيل شوې ده او دا يوازې د شمالي وزيرستان کډوالو لپاره دي.

ده وویل چې هرې کورنۍ ته به ۱۲ زره روپۍ ورکول کېږي.

په شمالي وزيرستان کې د ۲۰۱۴م کال د جون میاشتې په منځ کې د پاکستان پوځد ضرب عضب په نامه پوځي عمليات پيل کړي وو چې له کبله یې تر یو میلیون زیات خلک بې کوره کړل شوي وو.

د قدرتي افتونو پر مهال د انتظاماتو اداره وايي چې تراوسه د شمالي وزيرستان متاثرینو ته ۳۲ اربه روپیو مالي مرستې ورکړل شوې دي.

خو په شمالي وزيرستان کې د کډوالو کميټۍ يو مشر ملک غلام خان مشال راډيو ته وويل که څه هم رجسټرډ کډوالو سره مالي مرستي کېږي خو ډيري کورنۍ له مرستو بې برخې دي.

“ تر اته زره زیاتې داسې کورنۍ اوس هم په لکي مروت ، بنو ، ډېره اسماعیل خان کې دي چې موږ سره ټول معلومات موجود دي. دا هر څه مو له چارواکو سره شريک کړي هم دي. ما ټولو ذمه وارو کسانو ته ويلي دي خو تراوسه پوري پر هغې هيڅ کارروايي نه ده شوې او نه هم ورته مالي مرستې رسېدلې دي.”

ده وویل چې دا کورنۍ په سخت تکليف کې دي. د ده په وینا ، د دې تر څنګ له هغو کډوالو سره هم مرستې نه کېږي چې په افغانستان کې دي.

احسان داوړ د دې په ځواب کې وويل چې کډوالو سره مالي مرستو لپاره يو نظام جوړ دی. د ده په وینا ، هغو کډوالو ته مالي مرستې نه ورکوي چې دوې پتې یا اډرسونه لري.

د قدرتي افتونو پر مهال د انتظاماتو اداره وايي چې له خيبر او شمالي وزیرستانه پرته د نورو ټولو قبايلي ضلعو کډوال خپلو سيمو ته ستانه شوي دي.

د خيبر قبايلي ضلعې تر زرو زيات او د شمالي وزيرستان شاوخوا پنځلس زره رجسټرډ کډوال په کېمپونو کې دي.

XS
SM
MD
LG