د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا پر ایران نوي بندیزونه لګولي


د امریکا او ایران بیرق
د امریکا او ایران بیرق

بندیزونه د ایران د ټرانسپورټ پر هغو کمپنیو لګول شوي چې په مبینه توګه یمن ته خطرناکې او د ډله ایزې وژنې وسلې وړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو د ډیسېمبر پر ۱۱مه د دې اعلان وکړ.

هغه دا هم وویل، هیله لري چې په وروستیو کې د واشنګټن او تهران ترمنځ د بندیانو شوې تبادله به د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو پیل ته لار هواره کړي.

د امریکا خزانې وزارت د عبدالحسین خضري پر کمپنۍ هم بندیز لګولی او ویلي يې دي چې له هغې کمپنۍ څخه د ایران اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک بهرنۍ څانګې قدس په یمن کې شییعه حوثي وسله والو ته د پوځي وسایلو د لېږدولو لپاره کار اخیست.

XS
SM
MD
LG