د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چیک په روغتون کې ډزې، شپږ وژل شوي


د چیک اوستراوا روغتون ودانۍ.
د چیک اوستراوا روغتون ودانۍ.

د چیک جمهوریت په یو روغتون کې شپږ کسان په ډزو وژل شوي دي.

پولیس وایي پېښه د دسېمبر پر۱۰مه د اوستراوا په یو نیورسټي روغتون کې شوي.

دغه سیمه د هېواد له مرکز پراګه ۳۵۰ کیلومیټره ختیځ ته ده.

د چیک وزیر اعظم اندرې بابیش د دسېمبر پر۱۰مه قامي ټېلېویژن ته وویل، دا دردونکې پېښه ده.

څلور کسان ځای پر ځای وژل شوي او دوه کسه چې زخمیان ول وروسته مړه شول.

د روغتون مشر جېري هاورلانټ ویلي ډزې د رواني ناروغانو د خدماتو په څانګه کې شوې.

پولیس وایي، په پېښه کې د ککړ یو مشکوک تن د نیولو هڅه یې وکړه خو هغه له ګرفتاریدو مخکې ځان وواژه.

د پېښې وروسته په ټول هېواد کې امنیت ټینګ کړی شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG