د لاسرسي ځای

تازه خبر

نیب په چټک بس پروژه کې د درغليو پلټنې کوي


پېښور چټک بس پروژه

کله چې د تحريک انصاف خیبرپښتونخوا حکومت د پېښور چټک بس پروژه (بي آر ټي) په ۲۰۱۷ کال کې شروع کړه نو ويل به یې چې په شپږو مياشتو کې به سر ته ورسېږي خو دای دی دوه کاله تېر شول لاهم چارواکیو د دې پروژې د بشپړېدو پیته پرې نه کړه.

د نیب مشر جاويد اقبال ویلي: ''پر موږ په مسلسل ډول دا تور لګېږي چې ولې د پېښور چټک بس پروژې په اړه تحقیقات نه کوئ. تاسو يقين وکړئ چې دا به کېږي.


د پاکستان احتساب قامي ادارې (نیب) مشر جاويد اقبال د پېښور چټک بس پروژې په اړه د تحقیقاتو کولو اشاره ورکړې ده. هغه د دسمبر په نهمه په اسلام اباد کې يوې غونډې ته په وېنا کې وويل چې دا مهال په ټول ملک کې د ۹۴۳ اربه روپيوو د درغليوو ۱۲۶۱ کېسونه جمع شوي دي خو عدالتونو تر اوسه پورې په دې اړه نیبته د څېړنو حکم نه دی ورکړی.

جاويد اقبال زياته کړه چې له همدې وجې د ځينو مبينه درغليو مقدمې لا نه دې پرانيستل شوې. ''په راتلونکو څو هفتو کې به تاسو محسوس کړئ چې هوا بدله ده. پر موږ په مسلسل ډول دا تور لګېږي چې ولې د پېښور چټک بس پروژې په اړه تحقیقات نه کوئ. تاسو يقين وکړئ چې دا به کېږي. تر اوسه ځکه نه دي شوي چې د عدالت حکم دی خو په دې اړه به څېړنې کېږي. ناوخته خو سم کار به وي.''

د تحریک انصاف حکومت د پېښور چټک بس پروژې پرانسته په خیبر پښتونخوا کې د خپلې تېرې دورې پر مهال په ۲۰۱۷ کال په اکتوبر میاشت کې کړې وه. دوی ويلي وو چې دا پروژه به په شپږو مياشتو کې پوره شي خو تراوسه نه ده شوې. څو ځله د دې پروژې د ډيزاينو او پکې د کارکوونکو کمپنيانو بدلولو له وجې لګښت هم زيات شوی دی.

پېښور های کورټ له وفاقي تحقیقاتو ادارې ايف آی اې غوښتي چې د چټک بس پروژې په اړه تحقیقات وکړي خو د تحريک انصاف صوبايي حکومت دا پرېکړه چېلنج کړې ده. دلته د اطلاعاتو وزير شوکت یوسفزي د دسمبر پر نهمه مشال راډيو ته وويل دوی له پلټنو نه وېرېږي خو لومړی دې دا پروژه پوره کېدو ته پرېښودل شي.

هغه زياته کړه: ''موږ تحقیقاتو ته تيار يو. د بي ار ټي ډېر کارونه پوره شوي دي او لږ پاتې دي. بس دغه خبره ده، که په دې وخت کې تحقیقات شروع شي نو ډېر کارونه به په ټپه ودرېږي. موږ وايو چې اول دې دا منصوبه بشپړه شي بيا دې تحقیقات وشي.''

د احتساب ادارې مشر جاويد اقبال په داسې مهال د عمران خان حکومت د پروژو په اړه د تحقیقاتو خبره ياده کړې چې د اپوزېشن ګوندونو پيپلز پارټۍ او مسلم لېګ (ن) ګڼ مشران د خپلو حکومتونو پر مهال د درغليوو د کولو په تور په زندان کې دي. همدا وجه ده چې دوی پر احتساب ادارې د تحريک انصاف حکومت د ملګرتيا تور پورې کوي. خو جاويد اقبال په دوشنبه په خپلو خبرو کې دا تورونه رد کړل.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG