د ایران بهرنیو چارو وزیر وایې، د افغانستان حکومت باید د سولي راتلونکو مذاکراتو کې اساسي رول ولري.
محمد جواد ظریف دا خبرې د دسېمبر پر نهمه د اسیا زړه - یا د استانبول پروسې د اتم کنفرانس په څنډو کې له افغان ولسمشر اشرف غني سره د لیدو پر مهال کړي دي.
له ارګ څخه د دسېمبر پر نهمه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د ایران بهرنیو چارو وزیر په دې لیدنه کې د افغانستان ټولو لاسته راوړنو پر خوندیتوب ټینګار وکړ او وې ویل چې غواړي په افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي.
اعلامیه زیاتوي، ولسمشر غني د افغانستان امنیت او ثبات د ایران په ګډون د سیمې او نړۍ د امن لپاره ګټور وباله.