د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باجوه پر اېکسټېنشن د 'اپوزېشن خاموش پوزېشن'


کله چې پروسږ کال په پاکستان کې په جولای مياشت کې انتخابات وشول او تحريک انصاف حکومت جوړ کړ نو يوشمېر ګوندونو پر پوځ تور پورې کړ چې د عمران خان تر بري شا ته لاس لري.

پوځ، تحريک انصاف او انتخاباتي کمیشن په انتخاباتو کې د درغليو تورونه رد کړل خو د دې سربېره هم اپوزيشن ګوندونه قانع نشول.

دوی له څه دپاسه يو کال راهيسې په اشارو کنايو او مخامخ د پوځ پر مشر جنرال قمر جاوېد باجوه نیوکي کوي چې د دوی په وينا په انتخاباتو کې يې په داندلۍ/درغلۍ کولو سره عمران خان په حکومت کې راووست.

خو اوس چې د پاکستان سپريم کورټ د جنرال باجوه د کاري مودې غځولو په اړه عمران خان او جنرال باجوه له يو سخت مشکل سره مخامخ کړي دي اپوزيشن ګوندونه خاموشه دي.

مسلم ليګ نواز، پيپلز پارټۍ او جميعت علما اسلام د اپوزيشن په مهمو ګوندونو کې راځي.

خو د سپريم کورټ پر اورېدنه د دوی چوپتيا خلک حيرانه کړي دي خو دا هر ګوند د خپله خاموشۍ دفاع کوي.

په سېنېټ کې اپوزيشن ليډر او د مسلم ليګ نواز يو مشر د نومبر پر ۲۸مه نېټه مشال راډیو ته وويل، ځکه خاموشه دي چې دده په خبره ددې مسيلې اورېدنه په عدالت کې روانه ده.

هغه زياته کړه: ''که خاموشه نشو او خبره ورباندې وکړو نو له دې سره به دا مسيله د قانوني پر ځای سياسي شکل خپل کړي چې دا سمه خبره نه ده. دا خالصه يوه قانوني ستونزه ده او په دې اړه قانوني بحث کول ښه کار دی. عدالت چې کومې پوښتنې را پورته کړي دي هغه هم سمې دي.''

پيپلز پارټۍ هم له تېر څه دپاسه يو کال راهيسې د عمران خان پر سياسي او اقتصادي پاليسانو تنقيدونه کوي.

اپوزيشن په طنز کې عمران خان ته د اليکټډ پرځای سیلېکټېډ وزيراعظم یاني منتخبه شوی نه بلکې چوڼ او ګومارل شوی وزيراعظم وايي چې د دې اصطلاح نوښتګر د پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري دی.

بلاول بوټو جنرال باجوه ته په اشاره سره د هغه لپاره د سیلېکټر ياني د ګومارونکي اصطلاح کاروي.

خو اوس چې عمران خان او جنرال باجوه تر مشکلو حالاتو تېرېږي نو پيپلز پارټۍ هم خاموشي خپله کړې ده.

د دې ګوند د قامي اسمبلۍ غړی بهرمند خان د نومبر پر ۲۸ مه نېټه مشال راډيو ته وويل چې د دوی د خاموشي وجه دا ده چې دغه مقدمه اوس په عدالت کې ده او نه غواړي پر دې خبره وکړي.

البته نوموړي د عمران خان پر حکومت نيوکې وکړې چې د ده په وينا د جنرال باجوه د کاري مودې په اړه يې داسې غلط فرمانونه جاري کړل چې ورسره د پوځ د مشرۍ دغه مهمه څوکۍ لانجمنه شوه.

جميعت علما اسلام فضل الرحمن د اپوزيشن د نورو ګوندونو په مقابل کې يوازينۍ پارټۍ ده چې د عمران خان حکومت پرضد يې زباني نه بلکې عملي مبارزه کړې ده.

دې ګوند شاوخوا څوارلس ورځې په اسلام اباد کې له وزيراعظم عمران خانه د استعفی او نويو انتخاباتو غوښتنو په حق کې پرلت وهلی وو خو دا ګوند هم د جنرال باجوه د کاري مودې غځولو پر خبره خاموشه ده.

د دې پارټۍ د قامي اسمبلۍ غړی مولانا واسع مشال راډيو ته وويل، ځکه خاموشه دي چې دا خبره په عدالت کې ده.

نوموړي زياته کړه، دوی نه غواړي د سپريم کورټ پر اورېدونو اثراندازه شي او بل داچې دوی دومره تخنيکي پوهه هم نلري چې له مخې يې د عدالت لارښودنه وکړي

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG