د ډېسېمبر پر اوومه د امریکې او ایران ترمنځ د بندیانو تبادلې داسې تمه پیدا کړېده چې کېدای شي له دې کار سره د تهران او واشنګټن ترمنځ ترېنګلې اړیکې ښې شي.
د بندیانو دا تبادله د سویزرلینډ په زیورخ ښار کې وشوه او په ترڅ کې یې د امریکې له پرېسټن پوهنتونه فارغ شوی ژووانګ چې په ایران، او ایرانی ساینس پوه مسعود سلیماني چې په امریکا کې بندي ول، ازاد شول.
د سپینې ماڼۍ په بیان کې د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دې خبرېئ پخلی کړی چې وانګ خپل هېواد ته ستون شوی.
تر هغې یوه ورځ مخکې ولسمشر ټرمپ پر ټویټر ليکلې وو چېپه دې اړوند د ډيرو مناسبو مذاکراتو په ترسره کولو له ايرانه مننه کوي.