د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي، د ډېسېمبر پر اتمه یې پارلیمان ته د بندیزونو مخنیوي بودیجه وړاندې کړې ده.
نوموړي ویلي، له روسیې څخه د اربونو ډالرو قرضه به د امدن یوه مهمه وسیله وي.
د فرانسې خبري اژانس په حواله، ولسمشر روحاني پارلیماني غړیو ته ویلي، د هغه لخوا وړاندیز شوې بودیجه پر تیلو د تر ټولو کم ممکن انحصار څرګندونه کوي.
له ایټمي تړون څخه د واشنګټن تر وتلو وروسته د امریکايي بندیزونو او د نورو محدودیتونو له وجې د ایران کرنسي او اقتصاد تاواني شوي.
نړیوالې مالیاتي ادارې ویلي، سږکال د ایران اقتصادي وده یې نږدې ۱۰ في صده کمه شوې ده.
بلخوا مسکو تیره اوونۍ ویلي ول چې تهران ترې د انرژی او انتظامي ډانچې د پروژو لپاره د نورو دوو اربو ډالرو د قرضو غوښتنه کړې ده چې په ۲۰۱۵ز کال کې د هغو پنځه اربو ډالرو قرضو برسېره دي چې د ورکولو ژمنه یې شوې وه.