پراګ ـ نن د هند پلازمیني نوي ډیلي کې په يوه کارخانه کې د اور لګيدو په پيښه کې لږ تر لږه ۴۳ کسان وژل شوي دي.
روټیرز او ای اېف پي خبري اژانسونو لیکلي چې اور د لاسي بیکونو یا دستکولونو د جوړولو په یوه شپږ پوړیزه فابریکه کې لګېدلی او هغه مهال ځیني مزدوران ویده ول.
امدادي کارکونکي وايي چې له د اورلګېدنې په دې پېښه کې له ۵۰ زيات کسان ژغورل شوي هم دي.
چارواکي اندېښنه ښکاره کوي چې کېدای شي د مړو شویو کسانو شمېره لوړه شي.
شنونکي وايي، په هند کې دا ډول پېښې زیاتې مخې ته راځي ځکه چې کارخانه جوړوونکي د هستوګنې په سیمو کې کارخانې جوړوي او د مزدورانو حفاظت ته لازمه پاملرنه نه کوي.
دا ښايي په هند کې پر کارخانو د اورلګېدو پېښو کې یوه له خونړیو پېښو څخه وي.
وزیراعظم نریندرا مودي دا یوه وحشتناکه پېښه بللې او د پېښې له قربانیانو سره یې خواخوږي ښکاره کړې ده.
د فېسبوک تبصرې