د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا حکومت چټک بس پروژه کې د پلټنو پرضد عدالت ته ځي


د چټک بس پروژې د پرانستې مهال

پراګ - د خيبر پښتونخوا حکومت د پيښور های کورټ د چټک بس پروژې هغې تفصيلي فيصلي چيلنج کولو پريکړه کړې چې د دسمبر پر پينځمه يې خپره کړې وه.

پيښور های کورټ د دې ښار چټک بس پروژې يا ريپډ بس پراجکيټ په اړه دې تفصيلي فيصله کې د پلټنو وفاقي ادارې – ایف ای اې - ته امر کړی چې په دې پروژه کې د درغليو په اړه ۴۵ ورځو کې دننه پلټنې وکړي او رپورټ وړاندې کړي. خو حکومت وايي ایف ای اې د پلټنو اختیار نه لري.

پيښور های کورټ د پيښور چټک بس پروژې په اړه دا پرېکړه د ۲۰۱۹م کال په جولايي کې کړې وه خو له دې کبله یې نه اورولې چې د کار د لا ځنډېدو سبب نه شي.

خو د دسمبر پر پنځمه یې په خپره کړې دې پرېکړه کې ویلي چې د خيبر پښتونخوا حکومت له منصوبه بندۍ پرته دا پروژه شروع کړې وه.

د عدالت په وینا ، یاد حکومت لومړی ویلي وو چې په شپږو میاشتو کې به دا پروژه سر ته رسوي خو دا بیا د سیاست ښکار شوه.

تحریک انصاف د پيښور چټک بس پروژې پرانسته د خپل تېر حکومت پر مهال په ۲۰۱۷م کال په اکتوبر میاشت کې کړې وه.

د هغه وخت وزیراعلا پرویز خټک ویلي وو چې دا پروژه به په شپږو مياشتو کې مکمله شي د کوم چې اوس تر دوه کاله هم زیات وخت شوی دی خو لا هم سرته نده رسېدلې.

د خيبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د عوامي نېشنل پارټۍ پارليماني مشر سردار حسين بابک مشال راډيو ته وويل چې ټولو اپوزشن ګوندونو له پېله د دې پروژې مخالفت کړی وو او حکومت د کرپشن لپاره شروع کړې وه.

د ده په وینا ، نه د پېښور ولس د دې پروژې غوښتنه کړې وه او نه هم دلته د داسې پروژې ضرورت وو.

سردار حسين بابک زياته کړه چې بايد هغه کسان په ډاکه کړل شي چې په دې پروژه کې په درغليو کې ککړ دي.

پيښور های کورټ په تفصيلي فيصله کې دا هم ويلي دي چې د دې پروژې – ای ټي ایس – نظام لګولو ټيکه حکومت خپلو کسانو ته ورکړې او په پنجاب کې په تور فهرست کې شاملې يوې کمپنۍ ته هم په پراجکيټ کې ټيکه ورکړل شوې وه.

خو د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزير شوکت يوسفزيي مشال راډيو سره خبرو کې دا تورونه رد کړل او زیاته یې کړه چې دوي د هر چا له خوا د هر ډول پلټنو هرکلی کوي.

د پيښور چټک پروژې هدف دا وو چې په ښار کې د ټرېفک ډېروالي مسله هواره کړي خو اوس د پيښور اوسيدونکي وايي چې دوي د دې پروژې د نه پوره کېدو له کبله په ورځني ژوند او کاروباري توګه له ډيرو مسلو سره مخامخ دي.

په پيښور کې د مشرق ټيلي وژن بيورو چيف محمود جان بابر مشال راډيو ته وويل چې دې پروژې د ښار اوسيدونکو لپاره مستقلې ستونزې جوړې کړې دي.

محمود جان په دې پروژه کې د ځنډ د علتونو په اړه وويل ، “ دلته خلک وايي چې حکومت په دې کې پېسې په غلطه طریقه لګولې دي ، یانې د دې پروژې پېسې یې لګولې بل ځای دي او شمار کړې یې دلته دي.”

نوموړي وویل چې په پاکستان کې چې کومه خبره ډډې ته کول وي نو وايي چې د دې په اړه د تحقیقاتو امر شوی دی.

د پيښور ښار چټک بس پروژې لپاره اسیايي پرمختیايي بېنک څه کم ۶۸ اربه روپۍ ورکړې وې.

بلخوا د پاکستان ځينو رسنيو د صوبايي حکومت لخوا خبر ورکړی چې حکومت به د پيښور های کورټ فيصله په سپريم کورټ کې چيلنج کوي.

XS
SM
MD
LG