د لاسرسي ځای

تازه خبر

له ډان ورځپانې سره د پیوستون لاریون


شنونکی او سیاستوال افراسیاب خټک له ډان ورځپانې سره د پیوستون لاریونوالو ته وینا کوي. ۲۰۱۹، ۵ دیسېمبر
شنونکی او سیاستوال افراسیاب خټک له ډان ورځپانې سره د پیوستون لاریونوالو ته وینا کوي. ۲۰۱۹، ۵ دیسېمبر

په اسلام اباد کې خبریالانو، د مدني ټولنو فعالانو، د زده کونکيو سازمان او د يوشمير ګوندونو غړيو د زيارت په ورځ په اسلام اباد کې د ډان اخبار دفتر مخې ته په مظاهره کې له حکومته غوښتي چې د ډيسمبر پر دوهمه نېټه د يادې ورځپاڼې دفتر مخې ته چې کومو کسانو مظاهره کړې وه نه صرف هغوی دې ونیسي بلکې په راتلونکې کې دې د دا شان احتجاجونو له مخنيوي سره سره د رسنيزو ادارو امنيت هم باوري کړي.

په اسلام اباد کې د ډان ورځپاڼې يو خبرېال او د راولپنډۍ او اسلام اباد د خبرېالانو ټولنې (ار ايي يو جې) پخواني مشر مبارک زېب مشال راډيو ته وويل اخبار يې په خپل خبر کې فقط دومره ليکلي ول چې د لندن برید کې ککړ عثمان خان پاکستاني نژاده برتانوی وو او دا شان خبر د پاکستان نورو رسنيو هم ورکړی و خو صرف ډان اخبار په نښه کړل شو.

د تېر ګل په ورځ په اسلام اباد کې د ډان ورځپاڼې دفتر مخې ته يوشمېر کسانو احتجاج کړی و او نعرې يې وهلې چې دا اخبار دې بند کړل شي. د مظاهرچيانو په وينا ډان اخبار په لندن کې د چړو په حمله کې د ککړ عثمان خان تعلق له پاکستان سره ښودلی چې ناسم خبر دی ځکه چې نوموړې په برتانيا کې زوکړی وو او د هغه هېواد وګړی وو.

بلخوا د ساينس او ټيکنالوجۍ وفاقي وزير فواد چودري هم په خپل ټويټر پاڼه د ډان اخبار دا خبر غندلې و او وينا يې وه دا نامناسبه خبره ده چې ياد اخبار د بریتانيا يو ترهګر له پاکستان سره تړي.

د يادونې ده چې د تېرې مياشتې په ۲۹مه نېټه عثمان خان نومي يو تن پر لندن پله په يوه بريد کې د چړو په ګذارونو دوه کسان وژلي او درې نور يې ژوبل کړي ول.

خو په پاکستان کې د بې پولې خبريالانو د سازمان استازې اقبال خټک چې په مظاهره کې موجود وو مشال راډيو ته وويل د حکومت لخوا تر اوسه د احتجاجیانو پرضد ګام نه اخېستو يوشمېر پوښتنې راپورته کړي دي.

د نوموړي وينا وه ډان دفتر مخې ته چې درې ساعته نامعلومه مظاهره کونکي موجود ول نو انتظاميه يا پوليس لخوا هېڅوک رانغلل خو نن چې خبریالان يادې ورځپاڼې سره د پیوستون لپاره راټول شوي دي نو پوليس هم موجود دی او انتظاميه هم راغلې ده نو د حکومت لخوا پر دې پېښه خاموشه پاتې کيدو نه داسې ښکاري چې تر شا يې لاس وو.

حکومت تر دې دمه د ډان اخبار دفتر مخې ته د نامعلومه کسانو لخوا شوي احتجاج په اړه څه نه دي ويلي او نه اسلام اباد انتظاميې تر اوسه د هېچا پرضد هېڅ مقدمه نه ده درج کړي.

په اسلام اباد کې د سياسي چارو شنونکې او سياستوال افراسياب خټک وايي حکومت کوښښ کوي چې رسنۍ په خپل کنټرول کې وساتي.

د نوموړي په وينا د کومې پټې مارشلا خبره چې به کيده نو هغه ورو ورو راڅرګندېږي او مارشل لا هغه وخت په صحيح توګه چلېدای شي چې د رايې د اظهار ازادي نه وي نو ځکه دوی غواړي چې دا ختمه کړي او د دې لپاره په اخبارونو يې دباو اچول شورو کړی دی.

دا لومړی ځل نه دی چې ډان او يا د پاکستان نور مطبوعات له دغسې ګواښونو سره مخامخېږي.

د رسنيو مالکان، خبريالان، فعالان او بشري حقونو سازمانونه ادعا کوي چې د دې هېواد حکومت پر مطبوعاتو يوشمېر محدوديتونه لګولي دي خو حکومت بيا دا تورونه ردوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG