د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د مطبوعاتو او حقونو فعالانو غږ څومره محدود شوی؟


په پاکستان کې د ډېسېمبر پر دويېمه نېټه يو شمېر کسانو د انګريزۍ ورځپاڼې ډان د اسلام اباد دفتر محاصره کړ.

دغه نامالومو کسانو د ورځپاڼې پرضد شعارونه ورکول.

دوی د ورځپاڼې د خبر پر هغه سرليک اعتراض کاوه چې ډانپه لندن کې د يوه بريدګر په تړواو خپور کړی وو.

ورځپاڼې بريدګر پاکستاني نژاده برتانوی بللی وو.

دا لومړی ځل نه دی چې ډان او د پاکستان نور مطبوعات له دغسې ګواښونو سره مخامخ دي.

د رسنيو مالکان، خبريالان، فعالان او بشري حقونو سازمانونه ادعا کوي چې ددې هېواد حکومت او پوځپر مطبوعاتو يوشمېر محدوديتونه لګولي دي خو دوی دواړه دا ادعاوي ردوي.

پوښتنه دا ده چې په پاکستان کې د مطبوعاتو او حقونو فعالانو غږ تر کومه حده محدود کړل شوی دی؟

دا او نورې پوښتنې په اسلام اباد کې د بې پولې خبريالانو سازمان استازي اقبال خټک او د خيبر يونين اف جرنلټس مشر فدا خټک سره څېړل شوې دي.

پاکستان کې د مطبوعاتو او حقونو فعالانو غږ څومره محدود شوی؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:25:14 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG