د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبریالانو د ډان اخبار مخې ته احتجاج وغانده


د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼه ډان
د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼه ډان

په اسلام آباد کې د انګرېزۍ د ډان اخبار دفتر مخې ته یوشمېر خلکو احتجاج کړی او د دې اخبار پرضد يې نعرې وهلې چې دا دې بند کړل شي.

د دوی دريځ وو چې په لندن کې په چړو حمله کې د ککړ عثمان خان تعلق يې له پاکستان سره ښودلی چې ناسم خبر دی.

دا رنګ حکومتي وزیر فواد چوهدري په خپله ټويټرپاڼه کې د ډان اخبار دا خبر غندلې او وايي دا نامناسبه خبره چې د برتانیا یو ترهه ګر له پاکستان سره تړي.

خو په پاکستان کې صحافتي تنظیمونو او صحافیانو د احتجاجیانو دا عمل غندلی او وايي باید د دا رنګ احتجاجونو مخه ونیول شي.

د ډسمبر پر دوهمه ماښام یوشمیر خلکو په اسلام آباد کې د ډان اخبار د دفتر مخې ته احتجاج وکړ.

د دوی په خبره ډان اخبار په برتانیا کې د چړو په حمله کې د ککړ عثمان خان پيژندګلوي له پاکستان سره تړلې چې ریښتیا خبره نه ده ځکه چې نوموړی په برتانیا کې پیدا شوی او هم د هغه ځای دی.

دغه احتجاجیانو د ډان اخبار تلونکي راتلونکې لارې تړلې وې او تر ناوخته يې احتجاج ته دوام ورکړ خو د ډان اخبار انتظامي مشر ارشد یوسف له بښنې پس هغوی تیت و پرک شول.

په اسلام آباد کې د خبریالانو ټولنې (فېډرل یونین اف جرنلټس) مرستیال مشر افتخار مشواڼي له مشال راډیو سره په خبرو کې د احتجاجیانو دا عمل وغانده او زیاته یې کړه چې دا وخت په پاکستان کې رسنۍ تر فشار لاندې دي.

د نوموړي په خبره یو خوا پرې حکومت او بله خوا سیاسي ګوندونه او مدني فعالان پرې فشار اچوي.

مشواڼي د خبریالانو او رسنیزو ادارو لپاره د امنیت غوښتنه وکړه.

یاده دې وي چې د نومبر په نهه ویشتمه عثمان خان پر لندن پله په یوه برید کې د چړو په ګذارونو دوه تنه وژلي او درې نور يې ژوبل کړي ول.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG