په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر وايي، د داعش ډلې له لاسه د هغو سیمو په وتلو چې له څو کلونو راهېسې پرې ولکه ټینګه کړې وه، د دې وسله والې ډلې د جلب و جذب او پلان جوړونې وړتیا کمه شوې ده.
خو نوموړې خبرداری ورکړی چې د اسلامي دولت وسله واله ډله که پر سیمو واک هم ونه لري، لا هم افغانستان ته یو ګواښ دی او هغو وسله والو ته یې چې په حرکت کې دي او په ښاري سیمو کې یې پټو ځالو ته پاملرنه پکار ده.
جنرال سکاټ میلر دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ نیویارک ټایمز ورځپانې سره په یوه مرکه کړي دي.
نوموړی دا خبرې په داسې حال کې کوي چې په وروستیو کې د افغانستان په ختیځ ننګرهار کې پرلپسې سلګونه داعش جنګیالي افغان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول او افغان ولسمشر محمد اشرف غني رسما د افغانستان په ننګرهار ولایت د داعش د دلې ماتې اعلان کړه.
د تازه راپورونو له مخې د ننګرهار ولایت چارواکو ویلي چې د داعش ډلې ۴۹ نورو وسله وال د یکشنبې په ورځ په اچین ولسوالۍ کې له خپلو ښځو او ماشومانو سره افغان ځواکونو ته تسلیم شوي دي.
د یو بل خبر له مخې په افغانستان کې د ناټو عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر نن شبرغان ته تللی او هلته د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم سره کتلي دي.
د ښاغلي دوستم د مطبوعاتي دفتر ویاند حبیب قویاش ازادي راډیو ته وویل چې شبرغان کې د دوستم لیدلو ته د ورغلي هییت د سفر هدف لا نه دی څرګند.
تر اوسه د ناټو سرچینو هم د جنرال دوستم سره د جنرال سکاټ میلر ددې لیدنې په اړه څه نه دي ویلي.
د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ثبات او همپالنې د ټیم ملاتړی دی.
د دې ټیم ملاتړو د جوزجان په شمول په اوو ولایتونو کې د انتخاباتو سیمه ایز دفترونه د اعتراض په توګه تړلي دي.