د لاسرسي ځای

تازه خبر

تر ګډېدو پس فاټا اصلاحات دې ګړندي شي: جرګه


پښور پرېس کلب کې د جرګې برخوال
پښور پرېس کلب کې د جرګې برخوال

په پېښور پریس کلب کي د پاکستان پیپلز ګوند تر سیوري لاندې په خیبر پښتونخوا کې د قبايلي سیمو ورګډولو پس حالاتو باندې په رابلل شوي جرګه کي د یادو سیمو سیاستوالو، د قبايلي ضلعو مشرانو، خبریالانو، وکیلانو او مدني فعالانو د اصلاحاتو په عمليکولو اندیښنې ښودلې دي.

د پیپلز ګوند یو مشر او د قومي اسمبلۍ پخواني غړي اخونزاده چټان پر دغه مهال مشال رېډیو ته وویل چې په خیبر پښتونخوا کې د فاټا ورګډولو پس پر ټاکلې تګلاره سم عمل نه کېږي نو په دې وجه یې دا غونډه رابللي ده.

د شمالي وزیرستان نه دې غونډې ته راغلي ملک غلام خان وايي، حکومت قبایلي ضلعو د اصلاحاتو په لړ کې هغه څه ته پاملرنه کوي چې د قبايلي ولس په ګټه نه دي.

د قومي اسمبلۍ پخوانی غړی الحاج شاه جي ګل اپرېدی وايي قبايلي سیمې له خیبر پښتونخوا صوبې سره یوځای کول ښه ګام وو خو د انضمام په ایحنډا د موجوده حکومت لخوا د سم عمل نه کولو په وجه د قبايلي ضلعو خلک اندېښمن دي.

شاه جي ګل اپرېدي وویل چې په دې غونډه کي دوی په دې سلا شول چې د اصلاحاتو عمليکولو په لړ کي د فشار اچولو لپاره دوی یوه کمېټۍ جوړه کړې ده.

د نومبر ۲۸مې په غونډه کې د اصلاحاتو عمل تېزولو لپاره د بېلابېلو سیاسي ګوندونو او مدني فعالانو په استازیو د مشتميلې کمېټۍ لومړۍ غونډه به په اسلام آباد کې د دسمبر پر درېمه نېټه ترسره کیږي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG