د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې ژر اعلانوو: نورستانۍ


د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ وايي، ډېر ژر به د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

مېرمن نورستانۍ د نومبر پر ۲۶مه ازادي راډیو ته وویل، په کندهار او ننګرهار ولایتونو کې د رایو د بیا شمیرنې او څېړنې له بشپړېدو وروسته به د لومړنیو نتایجو د اعلان په اړه پرېکړه وکړي.

د نوموړې په وینا په دې دوو ولایتونو کې د رایو د بیا شمیرنې او تفتیش بهیر د نومبر پر ۲۷مه بشپړیږي.

نورستانۍ زیاته کړه: "په مجموع کې پرېکړه داده چې د خلکو انتظار پای ته ورسول شي او لومړنۍ پایلې به ډېر ژر اعلان کړو، ځکه ستونزې باید ټولې شي، له هغې وروسته که دوستان شکایت لري کولای شي د شکایتونو کمېسیون کې یې ثبت کړي."

د میرمن نورستانۍ په وینا په اوو ولایتونو کې د رایو د بیا شمیرنې او څېړنې د بهیر پر وړاندې ستونزه لا هم پر خپل ځای ده.

ټاکل شوې وه چې د ولسمشرۍ د ټاکنو لومړنۍ پایلې د میزان پر ۲۷مه اعلان شوي وای خو تر اوسه څو ځل د دې پایلو اعلان ځنډول شوی دی.

XS
SM
MD
LG