د لاسرسي ځای

تازه خبر

جورجیا کې په زرګونه کسان د حکومت پرضد راوتي دي


پولیسو د لارونوالو تیت و پرکولو لپاره پر هغوی اوبه پاشي. ۲۰۱۹، ۲۶ نومبر
پولیسو د لارونوالو تیت و پرکولو لپاره پر هغوی اوبه پاشي. ۲۰۱۹، ۲۶ نومبر

په جورجیا کې په زرګونه کسانو تر هغه وروسته د دغه هېواد په پلازمېنه کې په زرګونه ولس لاریون وکړ چې واکمن ګوند له مخالفتونو سره سره انتخاباتي اصلاحات رد کړل.

د سیاسي مخالفو ډلو پلویانو د دوشنبې په ورځ (نومبر ۲۵مه) د جمهوري ریاست له چوکه د پارلمان تر ودانۍ پورې لاریون وکړ او د ښار لوی سړک‌ یې د ټرافیکو پر مخ تړلی و.

لاریون کوونکو د حکومتي مشرانو د استعفا او له وخته مخکې ټاکنو غوښتنه وکړه.

دوی هوډ کړی چې د اسمبلۍ غړي به نننۍ پارلماني غونډې ته نه‌ پرېږدي.

د جورجیا واکمن ګوند پرون د ۲۰۲۰ کال له پیله د انتخاباتي سیستم بدلون رد کړ.

لاریون کوونکي ادعا کوي چې اوسنی ګډ انتخاباتي سیستم د جورجیا د واکمن ګوند په ګټه دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG