د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نیویارک پخوانی ښاروال د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو ته درېږي


ښاغلي بلومبیرګ د راروان کال په ټاکنو کې د ډموکرات ګوند په کمپاین کې رسماً خپل نوم ثبت کړ.
ښاغلي بلومبیرګ د راروان کال په ټاکنو کې د ډموکرات ګوند په کمپاین کې رسماً خپل نوم ثبت کړ.

د نیویارک پخواني ښاروال، امریکايي میلیارډر مایکل بلومبېرګ ویلي چې د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو ته درېږي.

ښاغلي بلومبېرګ د راروان کال په ټاکنو کې د ډموکرات ګوند په کمپاین کې رسماً خپل نوم ثبت کړ.

هغه په یوه بیان کې وویل: "زه په ټاکنو کې درېږم چې ډونالډ ټرمپ ته ماتې ورکړم او امریکا له سره جوړه کړم."

بلومبیرګ زیاته کړه چې د نورو څلورو کلونو لپاره د ټرمپ د بې پروایۍ او غیراخلاقي سلوک زغم نور نه لري.

د بلومبیرګ دا څرګندونې په مارچ میاشت کې د ده له مخکنیو څرګندونو سره چې ویلي یې و، د ۲۰۲۰ کال په ټاکنو کې ځان نه کاندیدوي، په تضاد کې دي.

د بلومبیرګ کاندیدېدل ښايي په ډموکرات ګوند کې د نوماندانو ترمنځ چې ټول پېژندل شوي کسان دي سیالي ستونزمنه کړي.

دا مهال پخواني مرستیال ولسمشر جوبایډن، سناتورې الیزابت وارن او سناتور بارني ساندرز خپلځانونه د ډموکرات ګوند له خوا کاندیدان کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG