د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا په افغانستان کې د هند پراخه پانګونه وستايله


د امريکا متحدو ايالتونو ويلي په افغانستان کې د هند د پام وړ پانګونې ملاتړ کوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوې چارواکې نانسي ايزو جکسن (Nancy Izzo Jackson) چې د افغانستان د برخې مسووليت ور ترغاړې دى، پرون په واشنګټن کې يوه کنفرانس ته وويل:

”د امريکا متحد ايالتونه په افغانستان کې د هند د پام وړ پانګونې او همکارۍ هرکلى کوي.“

هغې په هغه کنفرانس چې په افغانستان کې د هندوستان پر رول متمرکز و، ويلي:

”موږ به په افغانستان کې د يوې باعزته لاسته راوړنې لپاره د هڅو ملاتړ ته دوام ورکړو، چې د افغانستان پر راتلونکي زموږ پانګونه خوندي کوي.“

هند له ٢٠٠١م کال راهيسې د افغانستان په ملاتړ کې فعال رول لوبولى دى.

دغه هېواد د افغانستان د ملي شورا د ودانۍ د جوړولو تر څنګ په تېرو ١٨ کلونو کې د افغانستان پر بيارغونې ٣ مليارد ډالره لګولي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG