د لاسرسي ځای

تازه خبر

تازه موندنې: په نړۍ کې د زلمیانو له ورزش سره لېوالتیا کمه شوې ده


د نړۍ په سطحه له سپورټ سره د تنکيو زلميانو لېوالتیا کمه شوې ده، چې يو علت يې له نوې ټکنالوژۍ استفاده ګڼل کېږي.

د روغتيا نړيوال سازمان وايي، د دوى د معلوماتو پر اساس، هغه زلميان چې له ١١ تر ١٧ کلونو عمرونه لري، له سپورټ او فزيکي فعاليتونو سره لږه لېوالتیا ښيي.

د سازمان په حواله، د نړۍ په هرو پنځو زلميانو کې يوازې يو يې له سپورټ سره مينه لري.

خو د روغتيا نړيوال سازمان تازه ارقام په ١٤٦ هېوادونو کې له يو اعشاريه شپږ مليونه زلميانو سره د پوښتنو له مخې برابر شوي دي.

جنوبي کوريا د فهرست په سر کې راغلى چې په سلو کې ٩٤ زلميان په کې سپورټ ته لېوال نه دي.

د روغتيا نړيوال سازمان په فهرست کې د افغانستان او ځينو نورو هېوادونه په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

د روغتيا نړيوال سازمان وايي، سپورټ نه کول په انسان کې د بېلابېلو روغتيايي ستونزو له دې جمله د زړه د ناروغۍ سبب کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG