د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د مشال خان د وژنې ورځ دې سرکاري رخصتي اعلان شي'


تصویر له ارشیفه کراچۍ کې د جی سیند زره کوونکیو سازمان د مشال خان تصویرونه نیولي. ۲۰۱۷، ۲۲ اپرېل

د مترقي زده کونکیو اتحادیه وايي په تعلیمي ادارو کې دې د زده کونکیو له اتحادیو بندیزونه واخېستل شي. یادې اتحادیې د نومبر پر ۲۹ مه په ټول پاکستان کې له زده کونکیو سره د یووالي لپاره د مظاهرو او مارچونو اعلان کړی دی.

د پروګریسیو سټوډنټس فیډرېشن مشر حېدر کلیم د نومبر پر ۲۱ مه مشال رېډیو ته وویل چې دغه ډول مظاهرې دوی پروسږ کال هم د هېواد په ۱۶ ښارونو کې کړې وې.

نوموړی زیاتوي په تعلیمي ادارو کې د دوی د سلا مشورې پرته پرې فیصلې لاګو کېږي. نو د دې لپاره دې زده کوونکیو ته د اتحادیو جوړولو او هلو ځلو اجازت ورکړل شي. بله دا چې د قامي سلامتۍ په نوم هم په زده کونکیو بندیزونه دي چې د تحقیق او مباحثو لپاره دې په دې اړه تنقیدي موضوعاتو باندې کار نه کوي. دا راز په تعلیمي ادارو کې دې سهولتونه زیات او فیسونه مناسب کړل شي.

حیدر کلیم زیاتوي تر ټولو مهمه غوښتنه یې دا ده چې د مشال خان د وژنې ورځ دې مستقله سرکاري رخصتي اعلان کړل شي، چې خلکو ته تل یاد وي او بیا څوک د دې ډول اقدام جرات ونکړي.

لویه غوښتنه مو دا ده چې د مشال خان د وژنې ورځ دې سرکاري رخصتي اعلان کړل شي، چې خلکو ته تل یاد وي او بیا څوک د دې ډول اقدام جرات ونکړي.
حیدر کلیم


مشال خان د ۲۰۱۷ م کال د اپریل په ۱۳ مه په عبدالولي خان پوهنتون کې بلوه ګرو د مذهب د سپکاوي په تور وژلی وو. وروسته تحقیقاتو دغه تور غلط ثابت کړ او د هغه په وژنه کې ککړو کسانو ته عدالتي سزا ګانې وشوې.

حېدر کلیم زیاتوي چې په تعلیمي ادارو کې د جنسي ځورونو د مخنیوي لپاره دې کوټلي اقدامات وشي او د اعلا تعلیم لپاره دې مالي مرستې زیاتې کړل شي.

په کراچۍ کې د ډیموکرېټیک یوت فرنټ په نوم تنظیم یوه مشره نغمه بي بي وايي دوی به له زده کونکیو سره د یو والي په مظاهرو کې برخه اخلي ځکه چې دوی هم دغه غوښتنې لري:

''موږ غواړو چې په پاکستان کې د زده کوونکیو له اتحادیو بندیز پورته کړل شي. په تعلیمي ادارو کې دې پر زده کونکیو قدغنونه نه لګول کېږي. پر موږ دا وخت د رایې د اظهار بندیز دی، د لیکلو او حتی چې د سوچ کولو هم بندیز دی. که په تعلیمي ادارو کې زده کوونکي تنقیدي بحث مباحثه کوي نو وېرول کېږي. په دې حالاتو کې به دا ملک څنګه ترقي کوي؟ موږ غواړو چې موږ ته د تعلیم او تربیت ټولې موقعې او حقونه راکړل شي.''

دا راز سیاستوال او د حقونو مبارز افراسیاب خټک وايي حکومت دې د زده کونکیو جایزې غوښتنې ومني. نوموړی زیاتوي د ریاست تعلیمي نظام کمزوری شوی دی. په اعلا تعلیم ریاستي لګښت کمېږي او پر زده کوونکیو فیسونه زیاتېږي چې له وجې یې تعلیم د غریبو خلکو له وسه وځي. دوهم په اعلا تعلیم کې په مهمو قومي موضوعاتو تحقیق هم شامل وي خو پر هغه بندیزونه دي نو دا هم د تعلیم پروړاندې لوی خنډ دی. د مثال په توګه پولیټیکل ساینس چې د سیاست شعبه ده پکې په دې اړه د ازاد تحقیق اجازه نه ورکول کېږي.

بلخوا حکومت د مترقي زده کونکیو د اتحادیې د غوښتنو په اړه لا هم څه نه دي ویلي خو د تعلیم وفاقي وزیر شفقت محمود د اکتوبر پر ۲۵ مه په لاهور کې یوې غونډې ته وویل چې له نړۍ سره د سیالۍ لپاره به خپلو ځوانانو ته د اعلا تعلیم او تحقیق ټول سهولتونه ورکوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG