د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال خان په وژنه تورن مرکزي ملزم عارف ونیول شو


د مردان پولیسو یوه چارواکي نن د زیارت/پنجشنبې ورځ مشال راډیو ته وویل چې د مشال خان قتل کېس کې مرکزي تورن کس عارف نیول شوی دی. د ژورنالیزم زده کوونکی مشال خان يروسږ کال د اپرېل په دیارلسمه نېټه په عبدالولي خان پوهنتون کې بلوه ګرو زده کوونکیو تر تشدد وروسته وواژه.

د مردان د پولیسو ویاند فهیم خان مشال راډیو ته وویل چې له نیول شوي کس نه پلټنې روانې دي.

''عارف چې د تورخان زوی دی له چمتار سیمې څخه ونیول شو. د هغه د نیولو لپاره ځانګړي عملیات شوي دي. دی د مشال په کېس کې مرکزي مجرم وو، خو تر اوسه پټ وو.''

د یادولو ده چې د مشال خان په کیس کې د عمران په نوم یو بل تن هم دا مهال په جېل کې دی چې عدالت ورته د مرګ سزا اورولې، ۲۵ نور کسان چې د مشال خان د قتل په کېس کې ورته ځانګړي عدالت د بند سزا اورولې وه، د پېښور های کورټ په امر په ضمانت خوشې شوي دي. د مشال خان کورنۍ د پېښور د عدالت دغه پرېکړه چېلنج کړې ده.

XS
SM
MD
LG