د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال خان کورنۍ: حکومتونو کړې ژمنې پوره نه کړې


د سږني کال د اپرېل پر ديارلسمه نېټه د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د بلوه ګرو زده کوونکو له خوا د مذهب سپکاوي په تور وژل شوي مشال خان کورنۍ وايي چې د پاکستان وفاقي او د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومتونو له خوا ورسره يو شمېر ژمنې شوې وو خو تر دې دمه پرې هېڅ عمل نه ترسترګو کېږي.

د مشال خان خور ستوريه اقبال وايي چې هغه د مردان تعليمي بورډ تر ټولو غوره زده

د مشال خان خور ستوريه اقبال وايي چې هغه د مردان تعليمي بورډ تر ټولو غوره زده کوونکې اعزاز لري خو د مشال خان تر وژلو وروستو ورته ممکن نه وه چې خپله تعليمي سلسله روانه وساتي.

کوونکې اعزاز لري خو د مشال خان تر وژلو وروستو ورته ممکن نه وه چې خپله تعليمي سلسله روانه وساتي. په بيا بيا ورته حکومتونو ويلي چې دوی چېرته هم زده کړې کول غواړي هم هلته به ورته بندوبست کوي خو ستوريه ګيله منه ده چې سياسي خلکو ژمنېکړي خو عمل پرې هېڅوک نه کوي.

"يواځې زموږ کور نه بلکې د دواړو خویندو زده کړې هم اغېزمنې شوې دي. مشال خان ووژل شو، دا زموږ د کور ترڅنګ د قام نقصان وشو اوس لوی زيان دا دی چې موږ په تعليم کې کوم مقام ترلاسه کړی وو هغه مخ پروړاندې نه شو وړلی."

ستوريه اقبال زياتوي چې د صوبايي حکومت له خوا ورته ويل شوي وو چې د قانوني مرستو لړ کې به هم دوي سره پوره پوره کمک کېږي خو تر دې دمه د مشال خان د وژنې په کېس کې ورته وکيل هم نه دی ورکړل شوی.

د دې پېښې وروستو د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان هم د مشال خان کور ته ورغلی وو او دا لوظ يې ورسره کړی وو چې د خېبرپښتونخوا صوبايي حکومت به ورسره هر قسمه مرستې کوي، خو ستوريه وايي چې د عمران خان تر راتلو وروستو نه خو دوي له څوک ورغلي او نه اوس دوي ته هغه لوظونه ياد دي چې په هغه وخت یې کړي ول.

"د عمران خان تر راتلو وروستو يواځې يو څو تنه هسې راغلي خو د کمک يا مرستې په غرض هېڅوک هم نه دي راغلي. تر دې چې کوم خلک د بشري حقونو د مبارزې دعوې کوي، ځان ته فعالان وايي هغوی هم په دې کېس خاموشه شوي دي. موږ بيا بيا دا وايو چې د دې قتل پر شا کوم لوی لوی لاسونه دي که هغه د پوهنتون انتظاميه ده او که کوم سياسي خلک، تر څو چې دا نه وي نيول شوي نو دې ټولنې ته هېڅ ګټه نه شي رسېدی"

ستوريه وايي چې که يو اړخ ته يې ورور مشال خان ووژل شو خو د هغې وروستو د دوي علمي، ذهني او شعوري نقصان روان دی.

د صوبايي حکومت له خوا شوې ژمنې څومره پوره کړی شوي دي، په دې اړه چې مو کله د خېبرپښتونخوا د حکومت وياند شاه فرمان نه وپوښتل نو نوموړي له ژمنو ناخبرتيا وښودله او ويې ويل چې هغه به يې په ورځ دوه کې معلومات کوي او چې کومې ژمنې شوي هغه به ضرور پوره کوي.

د مشال خان پلار اقبال خان
د مشال خان پلار اقبال خان

د ذکر ده چې پېښور های کورټ د جولايي پر۲۷مه نېټه د مشال خان د وژنې قضیې اورېدنه له مردانه هريپور جېل ته د لېږلو امر کړی وو ځکه چې د مشال خان پلار عدالت ته خواست کړی وو چې په مردان کې یې د کورنۍ غړي او وکیلان له خطر سره مخامخېدلی شي نو د قضيې اورېدنه دې په یوه بل خوندي ځای کې وشي.

د روان (۲۰۱۷ز) کال د اپرېل پر ۱۳مه په عبدالولي خان پوهنتون مردان کې د بلوه ګرو زده کوونکو لخوا وژل شوي مشال خان په اړه سترې محکمې [سپريم کورټ] هم نوټس اخیستی وو چې وروسته ګډې پلټنيزې ډلې خپل راپور کې ويلي ول چې د مشال خان په اړه د مذهب سپکاوي هېڅ ثبوتونه ورته په لاس نه دي ورغلي.

XS
SM
MD
LG