د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو برمته استادان پرېښول


افغانستان کې د امریکایي پوهنتون استادان یو یې امریکایی کوین کېنګ او بل اسټرالوی ټیموټي ویکس دی
افغانستان کې د امریکایي پوهنتون استادان یو یې امریکایی کوین کېنګ او بل اسټرالوی ټیموټي ویکس دی

د افغانستان امریکايي پوهنتون دوه استادان چې درې کاله وړاندې طالبانو له کابله تښتولي وو، نن خوشي کړي دي.

د طالبانو یوې سرچینې اسوشییېټډ پرېس خبري اژانس ته ویلي چې دغه یرغمل شوي استادان د جنوبي ولایت زابل په نوبهار ولسوالۍ کې خوشي کړي دي.

امریکایی کوین کېنګ او اسټرالوی ټیموټي ویکس نن سهار له بنده ازاد شوي او د افغانستان په جنوب کې د پولیسو سرچینو ویلي چې په هېلیکوپټر کې لېږدول شوي دي.

دغه استادان د افغانستان دولت له خوا د درېوو طالب بندیانو تر خوشي کېدو وروسته ازاد شول.

تېره اونۍ د سه شنبې په ورځ (نومبر ۱۲مه) ولسمشر محمد اشرف غني اعلان وکړ چې د افغانستان امریکايي پوهنتون د دوو تنو استادانو د ازادۍ په بدل کې، له بګرام زندانه د انس حقاني په ګډون د حقاني شبکې دوه نور غړي مالي خان او عبدالرشید ازاد کړي.

تېره اونۍ په کابل او لوګر کې له بریدونو وروسته د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د دغو طالبانو د خوشېکېدو د ځنډولو خبر ورکړ، خو د طالبانو ځینو سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې دغه طالبان د بګرام له زندانه خشي شوي او قطر ته رسېدلي دي.

تراوسه د افغانستان دولت او په دغه هېواد کې مېشتو امریکايي ځواکونو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG