د لاسرسي ځای

تازه خبر

غني او پامپیو د حقاني شبکې غړو پر خوشېکېدو غږېدلي


ارشیف
ارشیف

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر اشرف غني، د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر او د ملي امنیت له سلاکار سره د حقاني شبکې د درېوو مهمو غړیو د خوشېکولو پر راتلونکیو پړاوونو ږغېدلي دي.

ولسمشر غني تېره اوونۍ د حقاني شبکې د مشر سراج‌ الدین حقاني د ورور انس حقاني او دوو نورو جګپوړیو غړیو د خوشېکولو پلان اعلان کړ خو په کابل او لوګر کې د تېرې اوونۍ له حملو وروسته جمهوري ریاست وویل، د دې درېوو کسانو خوشې کېدل وځنډېدل.

د ارګ ویاند صدیق صدیقي د نومبر پر ۱۹مه پر خپل ټویټر لیکلي چې له مایک پامپیو او رابرت اوبراین سره د افغان ولسمشر په جلا ټیلیفوني خبرو کې هوکړه وشوه چې اوربند یا په جګړو کې کموالی له سیاسي لارو د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره د بین‌ الافغاني خبرو د پیل شرط په توګه ضروري دی.

د صدیقي بیان زیاتوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او د ملي امنیت سلاکار دواړو په ننګرهار کې د داعش ډلې د له‌ منځه وړلو په ګډون د افغان ځواکونو اقدامات وستایل.

د تېرې اوونۍ د سېشنبې په ورځ ولسمشر محمد اشرف غني ملت ته په پیغام کې اعلان وکړ چې حکومت پرېکړه کړې چې د افغانستان-امریکايي پوهنتون د دوو تنو استادانو د ازادۍ په بدل کې، له بګرام زندانه د انس حقاني په ګډون د حقاني شبکې دوه نور غړي مالي خان او عبدالرشید ازاد کړي.

د افغانستان حکومت همدا ډول د درې لوړ پوړو طالب چارواکو ازادي له طالبانو سره د مخامخ خبرو د پیل لپاره د ښه نیت زمینه یاده کړه او ویې‌ویل چې په دې سره باید تاوتریخوالی راکم شي.

خو تر دغه اعلان وروسته په همدغه ورځ د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې د بهرنیو ځواکونو پر کاروان چاودنه وشوه.

د دغې حملې د مرګ ژوبلې په اړه څه نه‌ دي ویل شوي.

د اعلان پر سبا د چهارشنبې په ورځ بیا د کابل ۱۵مې امنیتي حوزې اړوند په قصبې سیمه کې د ګاردا ورلډ په نوم د یوې بهرنۍ امنیتي کمپنۍ پر موټر موټربم برید وشو چې ۱۲ کسان په‌ کې ووژل شول او د یادې امنیتي کمپنۍ د څلورو تنو ساتونکو په ګډون ۲۰ کسان په‌ کې ټپیان شول.

د دغو دواړو حملو مسولیت تر اوسه چا په غاړه نه‌ دی اخیستی او طالب ویاند ذبیح‌ الله مجاهد ازادي راډیو ته ویلي چې دا حملې دوی پورې اړه نه‌ لري.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG