د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټاکنو کې افغان ځواکونو بې طرفه وو: جان بس


په افغانستان کې امریکایي سفیر جان بس.
په افغانستان کې امریکایي سفیر جان بس.

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس وايي، داسې هېڅ شواهد نه شته چې افغان امنیتي ځواکونو دې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په ورځ یا له هغو وروسته د چا په پلوۍ په انتخاباتي فعالیتونه کې ښکیل شوې وي.

نوموړي د نومبر پر ۱۸مه ماښام پر خپل ټویټر د افغانستان کورنیو چارو وزارت هغه خبرپاڼه خپره کړې چې په کې په کندز کې د انتخاباتو د خپلواک کمیشن مخې ته پر راټولو شویو اعتراض کوونکو د امنیتي ځواکونو له خوا د ډزو ادعاوې رد شوي.

جان بس ټینګار کړی چې څرګندونې دې د اوازو نه، بلکې د حقایقو پر بنسټ وي.

همدارنګه پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي هم په یو اعلامیه کې ویلي وو چې په کندز او څو نورو ولایتونو کې پر اعتراض کوونکو د امنیتي ځواکونو د ډزو راپورونه ور رسیدلي او په دې یې اندېښنه څرګنده کړې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG