د لاسرسي ځای

تازه خبر

روس د ازادې اروپا راډیو ویب پاڼه د بهرنیو ایجنټانو نوملړ کې اچولې


د روس ولسمشر ولادمیر پوتین
د روس ولسمشر ولادمیر پوتین

د روس د عدلیې وزارت پرون د ازادې اروپا راډیو د روس د برخې انټرنټي پاڼه د بهرنیو اېجنټانو په فهرست کې واچوله.

د ازادې اروپا راډیو د روسي برخې وېب پاڼه د روان کال د سپټمبر په میاشت کې شروع شوې وه.

د روس د عدلیې وزارت پرون په یوه بیان کې ویلي چې دا پرېکړه یې د پارلمان د کورنیوچارو د کمېټۍ د مشورې پر بنيادکړې ده.

د روس پارلمان په ۲۰۱۷ م کال کې نوی قانون جوړ کړ چې له مخې یې حکومت کولائ شي چې بهرنۍ رسنۍ د خارجي اېجنټانو په فهرست کې شامل کړي او په دې ډول یې په روس کې د کار مخنیوی وکړي.

XS
SM
MD
LG