د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغو دوو امریکايي سرتيرو ته معافي ورکړې چې په افغانستان کې په جنګي جرمونو تورن وو.
خو ناقدين وايي چې دا عمل به په پوځ دننه د انصاف نظام کمزوری کړي.
ولسمشر ټرمپ د نومبر پر ۱۵مه د ځانګړي ځواکونو د پلاټون د هغه کمانډر عهده هم بیرته بحال کړې چې په عراق کې د جګړې پر مهال ترې لرې کړل شوی وو.
د هغه د رتبې ټیټېدو لامل دا وو چې هغه په عراق کې د داعش د يو وژل شوي وسله وال له مړي سره د خوشالۍ په انداز کې تصوير اخیستی وو.
واشنګټن پوسټ او نيو یارک ټايمز په خپلو رپورټونو کې ويلي چې د دفاع وزير مارک ايسپر او د پوځ لپاره سیکرټر راين ميکارتهي په دې نيږدو کېولسمشر ټرمپ ته خواست کړی ووچې په دا ډول ماملو کې دېمداخلت نه کوي.