پاکستاني چارواکي وايي د هېواد د سيند صوبې په بېلا بېلو برخو کې په تندر او تیزو بارانونو کې لږ تر لږه ۲۷ کسان وژل شوي دي.
د سيند صوبايي حکومت ویاند سعید غني نن [د نومبر پر ۱۵مه] وویل چې انتظامیې په سیمه کې بېړنی حالت اعلان کړی او ژغورونکې ډلې تهر ريګستان سيمې ته رسېدلي دي.
غني وویل د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه کسان د تندر او ودانیو پریوتو په پېښو کې ژوبل شوي او په روغتونونو کې یې درملنه روانه ده.
د ایدي فانډېشن په نوم د خېر ښېګړي ادارې ویاند انور کاظمي ويلي چې د مرګ ژوبلې شمېر ښايي تر دې هم زیات شي. نوموړي وویل ژغورونکې ډلې لېرې پرتو کلیوالو سیمو ته رسېدلي دي.
اخوا د پاکستان ډان ورځپاڼې خبر ورکړی چې د تندر پریوتو په پېښو کې په سلګونو څاروي هم وژل شوي دي.