د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ پر ترکیې د روسيو توغندیو پلورل جدي ستونزه وبلله


ټرمپ او اردوغان په یوه خبري کنفرانس کې راڅرګند شول
ټرمپ او اردوغان په یوه خبري کنفرانس کې راڅرګند شول

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایې، د ترکیې له خوا د روسې "اس ۴۰۰" د توغندیو دفاعي سیستم پیرل یوه جدي ستونزه رامنځته کوي او هیله یې وښوده چې دا ستونزه هواره شي.

ولسمشر ټرمپ پرون (نومبر ۱۳مه) له خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان سره د لیدو پر مهال دا موضوع یاده کړه. ښاغلي ټرمپ دا لیدنه ډېره عالي او رغوونکې وبلله.

د ترکیې او امریکا ولسمشران داسې مهال په واشنګټن کې سره ګوري چې د دواړو هېوادونو اړیکي چې پخوا ښې وې، اوس ترینګلې شوې دي.

دا اړیکي هغه مهال لا خرابي شوې چې انقرې د سوریې په شمال ختیځ کې د کردانو پر وړاندي پراخ پوځي عملیات پیل کړل. امریکا په سوریه کې د کرد ملېشو ملاتړ کوي.

ولسمشر ټرمپ هغه مهال له خپل ترکي سیال څخه په یوه غیرډیپلوماتیک لیک کې غوښتي وو چې د ډېرې وینې توییدنې مخه ونیسي.

واشنګټن وایې اس ۴۰۰ توغندویې دفاعي سیستم د ناټو د دفاعي وسایلو سره مطابقت نه لري.

د ترکیې ولسمشر هم د اس ۴۰۰ راکټونو د پېرلو موضوع د هواري لپاره له امریکا سره د خبرو پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې انقره چمتو ده امریکایې پټرویټ راکټونه هم وپیري، خو که مطلوب شرایط ورته وړاندې شي.

XS
SM
MD
LG