د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د لومړنیو پایلو په اعلان کې ځنډ د ټاکنو کمېسیون نیمګړتیا نه‌ده"


د ټاکنو کمېسیون یوه ویاند ذبیح الله سادات
د ټاکنو کمېسیون یوه ویاند ذبیح الله سادات

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ انتخاباتو د لومړنیو پایلو د ځنډ پړه د یو شمېر نوماندانو، له کمېسیون سره پر همکارو کمپنیو او ځینو نورو بنسټونو اچوي.

د دغه کمېسیون یوه ویاند ذبیح‌الله سادات نن (عقرب ۲۳مه) ازادي راډیو ته وویل: "د خلکو اندېښنې پر ځای دي او حق لري چې انتقاد وکړي، خو بل اړخ ته که وګورئ، موږ په دې انتخاباتو کې ټکنالوژي وکاروله د دې لپاره اړونده کمپنۍ معرفي شوې وه. که هغه کمپنۍ خپل مسؤلیتونه پر وخت نه‌شي ترسره کولای، یا هم د کاندیدانو له لوري پوره همکاري نه‌کېږي او د پروسې پر وړاندې خنډ جوړېږي؛ نو دا د کمېسیون نیمګړتیا نه، بلکې د هغو نهادونو نیمګړتیا ده چې په لوی لاس غواړي دا پروسه نوره هم وځنډېږي."

یو شمېر کابل ښاریانو اندېښنه وښوده چې د انتخاباتو کمېسیون ورځ تر بلې د پایلو ځنډولو سره د خلکو باور زیانمنوي.

دا دوهم ځل دی چې د ولسمشرۍ انتخاباتو د لومړنیو پایلو اعلان ځنډېږي .

په پام کې وه دغه پایلې د میزان په ۲۷مه اعلان شي، خو د تخنیکي ستونزو له امله د عقرب ۲۳مې ته وځنډېدې.

دغه کمېسیون پرون ناوخته وویل چې د تخنیکي ستونزو او نورو مسایلو له کبله نه‌شي کولای پر ټاکلي وخت دا پایلې اعلان کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG