د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ځواکونه په پکتیکا کې د شپږ وسله والو وژلو ادعا کوي

په پکتیکا کې د افغان ځواکونو عملیات.
په پکتیکا کې د افغان ځواکونو عملیات.

د پکتیکا امنیتي چارواکي وايي، چې نن د شنبې ورځې له غرمې وروسته د یاد ولایت د مټاخان ولسوالۍ د خواجه رم په کلي کې د افغان هوايي ځواکونو په برید کې ۶ وسله وال مخالفین وژل شوي دي.

د پکتیکا د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارین مشال راډیو ته وویل، چې په وژل شویو وسله والو کې د برهان په نوم د هغوی یو مشهور قوماندان هم شامل دی.

د ده په وینا چې په دې برید کې د دې وسله والو وسلې او پوځي تجهیزات له منځه تللي دي.

شاه محمد ارین وايي، چې د افغان هوايي ځواکونو په دې برید کې ولسي وګړو ته کوم ځاني او مالي زیان نه دی رسیدلی.

تر اوسه هېڅ یوې وسله والې ډلې د یاد برید په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG