د لاسرسي ځای

تازه خبر

د داعش وسله والو برید کې د تاجکستان اووه سرتېري وژل شوي


تاجکستاني چارواکو د نومبر په شپږمه وویل، د شپې ناوخته د داعش اورپکو پر یوې امنیتي پوستې برید وکړ چې په وینا یې ۱۵ جګړه مار ووژل شول او پنخه ژوندي ونیول شول.
تاجکستاني چارواکو د نومبر په شپږمه وویل، د شپې ناوخته د داعش اورپکو پر یوې امنیتي پوستې برید وکړ چې په وینا یې ۱۵ جګړه مار ووژل شول او پنخه ژوندي ونیول شول.

په تاجکستان کې سرچینو د مشال راډيو ځايي څانګې ته ویلي چې د نومبر پر شپږمه له ازبکستان سره پر پوله د تاجکستاني سرتېرو او داعش اورپکو ترمنځ جګړه کې اووه امنیتي افسران وژل شوي دي.

په پلازمېنه دوشنبه کې چارواکو په رسمي توګه اعلان کړی چې یوازي دوه افسران يې وژل شوي.

د تاجکستان د ملي امنیت دولتي کمیټې مخکې ویلي وو چې د پولیسو یو افسر بهرام قاسمزاده او یو سرحدي ساتونکی عزت الله لطیفوف د نومبر په شپږمه هغه مهال ووژل شول چې د داعش سخت دريځې ډلې شلو کسانو ازبکستان ته نيږدې پر پوله پر یوه پوسته حمله وکړه.

دا سیمه د تاجکستان په رودکي کې د پلازمېنې دوشنبې په شپېته کیلومترۍ کې پرته ده.

چارواکو لومړی وویل چې حمله کوونکي له افغانستانه ورغلي وو. دوی وویل چې پنځلس سخت دريځي وژل شوي او پنځه نور يې ژوندي نيولي دي.

خو په پلازمېنه کې ځايي حکومتي سرچینو ازادي راډیو ته پرون (نومبر ۸مه) وویل، لږ تر لږه پنځه نور پوله ساتونکي په دې حمله کې وژل شوي دي.

په همدې حال کې د داعش سخت دريځې ډلې د جمعې په ورځ په یوه انټرنټي اعلامیه کې د دې حملې مسئولیت ومانه او وبې ویل چې داعش غړیو د تاجکستان لس پوله ساتونکي وژلي دي.

د تاجکستان د کورنيو چارو وزارت د نومبر پر اتمه سهار وویل چې حمله د داعش غړیو کړې وه چې ډېری یې تاجکستانیان وو او له افغانستانه دې هېواد ته اووښتي وو.

د افغانستان دفاع وزارت ویلي، د دې حملې او افغانستان ترمنځ هېڅ تړاو نشته.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG