د لاسرسي ځای

تازه خبر

پروېز خټک د 'ازادۍ مارچ' ختمولو دړکه وکړه


په اسلام اباد کې د 'ازادۍ مارچ' پرلتوال
په اسلام اباد کې د 'ازادۍ مارچ' پرلتوال

په اسلام اباد کې له پرلتوالو سره د خبرو اترو لپاره د جوړې شوې حکومتي کمېټۍ مشر پروېز خټک ويلي چې که پرلت ختم نه کړل شو نو دوی به يې په زوره وپرځوي.

نوموړي دا خبره نن د قامي اسمبلۍ غونډې ته په وينا کې وکړه. پر دې مهال د جمعيت علما اسلام غړو وويل چې ايين دوی ته د احتجاج حق ورکوي او که حکومت د دوی خلاف اقدام وکړ نو دوی به هم ورته غبرګون وښيي.

نن په اسلام اباد کې د قامي اسمبلۍ غونډه په داسې حال کې وشوه چې په دې ښار کې د جمعيت علما اسلام ف په مشرۍ د اپوزيشن ګوندونو پرلت نن په نهمه ورځ هم دوام لري.

په قامي اسمبلۍ کې د حکومتي غړيو او اپوزيشن د ويناوو پر مهال ډېر زيات زوږ تر غوږو کېدی او يو بل په اسانه خبرو ته نه پرېښودل کېدل. د اسمبلۍ نننۍ غونډې ته د وينا پر مهال د پاکستان د دفاع وزير او په اسلام اباد کې له پرلتوالو سره د خبرو اترو لپاره د جوړې شوې حکومتي کمېټۍ مشر پروېز خټک وويل چې که پرلت ختم نه کړل شو نو دوی به يې په زوره وپرځوي.

''دا تماشې به نورې نه چلېږي. موږ دا تماشې نه منو. تاسو په پاکستان کې جمهوريت او قانون نه منئ. زه اپوزيشن ګوندونو ته وايم چې که دوی د جمهوريت خبره کوي نو مولانا فضل الرحمان دې اسمبلۍ ته راولي، بيا دې له موږ سره خبرې وکړي. همدغسې جمهوريت زموږ هېواد غرق کړی دی.''

د نوموړي د وينا په ځواب کې د جمعيت علما اسلام ف ګوند سره اړه لرونکي د قامي اسمبلۍ غړي اسد محمود وويل چې ايين دوی ته د احتجاج حق ورکوي او دوی د ايين او قانون په دايره کې دننه احتجاج کوي.

''حکومت نن موږ ته د ايين درس راکوي. ايين زموږ مشرانو جوړ کړی دی. ايين پيپلز ګوند، جمعيت علما اسلام او مسلم ليګ جوړ کړی. هغه کسانو چې ايين يې مات کړ، اوسنی حکومت د همهغو کسانو استازی دی او د همهغو کسانو پر اوږو ناست په پارلمان کې حکومت کوي.''

د قامي اسمبلۍ نننۍ غونډې ته د اپوزيشن يو شمېر نورو غړيو هم ويناوې وکړې او پر حکومتي تګلارو يې سختې نيوکې وکړې. بلخوا حکومتي غړيو اپوزيشن ګوندونه په درغليو تورن کړل چې هغوی بيا دا ادعاوې رد کړې او دا يې د انتقامي سياست برخه وبلل.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG