د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عمران خان تر استعفی مارچ نه ختموو: مولانا فضل الرحمن


د عمران خان تر استعفی مارچ نه ختموو: مولانا فضل الرحمن
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:14 0:00

د عمران خان تر استعفی مارچ نه ختموو: مولانا فضل الرحمن

د جميعت علمای اسلام ف ګوند مشر مولانا فضل الرحمن يو وارې بيا د وزيراعظم عمران خان د استعفی په غوښتنه سره وويل چې د تېر کال انتخاباتو پلټنو لپاره ورته هېڅ قسمه قامي کميشن د منلو وړ نه دی.

د نومبر پر۷مه د ازادي مارچ ګډونوالو ته په خپله وينا کې مولانا فضل الرحمن وويل نه خو له حکومت سره د مذاکراتو ضرورت شته او نه دې یې غړي بې مقصده دوی ته د خبرو اترو لپاره ورځي. موږ د وزيراعظم عمران خان استعفې نه په غېر له دې ځاېه نه ځو.

د نوموړي د تيرو وختونو پشان يو وارې بيا په موجوده حکومت تور په پورې کولو سره وويل چې دوي د ولس د ووټونو د لارې نه بلکه د ځينې قوتونو په مرسته په واک کې راغلي دي.

د نوموړي وينا وه کله وايي چې قامي کميشن به جوړ کړو او پلټنې به وکړي چې د تير کال په انتخاباتو کې درغلي شوېده او کنه پلټنې خو د هغې غلا کيږي چې ګواه يې موجود نه وي د کومې غلا چې ټول قام ګواه دې نو بيا يې د پلټنو هيڅ ضرورت نشته بلکه حکمرانانو له پکار دي چې استعفې دې ورکړي او ذه د پاکستان پوځ د وياند د هغه بيان هرکلې کوم چې پکې نوموړې قام ته تسلي ورکړې چې پوځ يوه غېر جانبداره اداره ده او غېر جانبداره پاتې کيدل غواړي نو موږ دا غوښتنه کوو چې ولس ته دې خپل امانت واپس ورکړې شي ځکه چې ووټ د خلکو امانت دی.

د ذکر ده چې د پاکستان پوځ د عامه اړيکو څانګې ايي اېس پي ار مشر مېجر جنرل اصف غفور د نومبر پر ۶مه د پاکستان يو شخصي ټي وي سره په خبرو کې ویلي ول که حکومت يې د انتخاباتو امنيت لپاره راونه غواړي نو پوځ کله هم پخپله نه ځي دوي هغه کار کوي کوم چې ورته حکومت ووايي پوځ هيڅ خواهش نه لري چې په انتخاباتو کې څه کردار ولوبوي.

دې ترڅنګ د پاکستان د ټاکنو کمېشن، حکمران ګوند او د پاکستان پوځ په تيرو وختونو کې په وار وار ويلي دي د ۲۰۱۸ م کال انتخابات پاک او شفاف وو.

د ازادي مارچ ګډون والو ته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وويل له بده مرغه منتخب حکمرانان د خپلې خارجه پاليسۍ نه هم خبر نه دي ځکه چې هغوی يې نه جوړوي او دا وجه ده چې ورځ پر ورځ پاکستان په نړۍ کې يواځې کېږي.

د نوموړي وينا وه د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قریشي ته تر قسم ورکولو وروسته تپوس ترې وکړ چې خارجه پالېسي چېرته جوړېږي موږ غواړو چې حکمرانان دومره مضبوط شي چې ټولې فیصلې پخپله وکړي چې يو ملک سره اړيکې څنګه ساتل پکار دي، زه دا هم ويل غواړم چې موږ ته دړکې مه راکوئ تاسو به زيات نه زيات پر دې پرامنه جلوس حمله وکړئ خو موږ له مرګه نه وېرېږو او دلته چې د کوم مقصد لپاره راغلي يو نو په هغې کې به ضرور کاميابي ترلاسه کوو.

بلخوا پرون د زيارت په ورځ د ساينس او ټيکنالوجۍ وفاقي وزير فواد چودري په اسلام اباد کې رسنيو ته وويل د مولانا فضل الرحمن چې کومه بیانيه ده یاني هغوی چې د اقليتونو په باره کې څه وايي يا د کرتار پور راهدارۍ په هکله چې کوم نظر لري نو د دې لوجې پاکستان ته ډېر نقصان رسي، د ده په وینا د یاد مارچ لوجې په اسلام اباد کې خلک له مشکلاتو سره مخامخ دي. ماشومان سکولونو ته نشي تللی نو ورته ويل غواړو چې خپل احتجاج دې ختم کړي او د اسلام اباد اوسېدونکو لپاره دې مشکلات نه جوړوي.

د ذکر ده چې جمعیت علمای اسلام ف ګوند په مشرۍ د اسلام اباد په اېچ ۹سېکټر او په کشميرهای وې د ازادي مارچ ګډونوال نن په نهمه ورځ هم ناست وي.

XS
SM
MD
LG