د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لبنان مظاهرو ته په زرګونو زده کوونکيو وردانګل


په پنجشنبه په لبنان کې زرګونه زده کوونکي له احتجاجي خوځښت سره مله شول.

دا څلورمه اوونۍ ده چې د لبنان حکومت ضد بې ساري لاریونونه پیل شوي دي.

دوی په درغلۍ او نااهلۍ تورنو سیاستوالو خلاف راوتي دي.

خپل راتلونکي ته اندېښمن دا مظاهره چیان وايي چې اقتصادي حالت خراب دی او کار نشته.

یوه مظاهره‌چي محمد زاغلول وویل: "موږ د دولتي او شخصي ښوونځیو، پوهنتونونو او تعلیمي موسسو زده کوونکي غواړو چې کامیاب شو او په خپل هېواد کې له هغو سندونو/ډيپلومونو سره چې اوس په دېوالونو ځړېدلي دي کار پيدا کړو."

په لبنان کې احتجاجونه د اکتوبر پر اوومه پیل شول.

سعد حریري د تېرې مياشتې په پای کې اړ شو چې وزیر اعظمي پرېږدې خو په استعفا یې ولس بیا غلی نه شو.

مظاره چیان چې د فساد او بېکاریو په خاطر مظاهرې کوي، د حکومت د ټولو چارواکو استعفاوې غواړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG