د لاسرسي ځای

تازه خبر

ویسټ انډیز لومړۍ لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه


افغانستان او ويسټ انډيز به خپله دويمه يو ورځنۍ مسابقه راتلونکې شنبه او درېیمه يو ورځنۍ مسابقه د دوشنبې په ورځ وکړي.
افغانستان او ويسټ انډيز به خپله دويمه يو ورځنۍ مسابقه راتلونکې شنبه او درېیمه يو ورځنۍ مسابقه د دوشنبې په ورځ وکړي.

د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې په چارشنبه (نومبر ۶مه) د پنځوسو اورونو په نړیواله لوبه کې افغانستان ته په ۷ وېکټونو ماتې ورکړه.

دا سیالي د هند په لکنو کې د افغانستان په کوربه توب ترسره شوه چې ورسره له ویسټ انډیز سره د افغانستان د مسابقو لړۍ پیل شوه.

افغانستان او ويسټ انډيز به خپله دوهمه يو ورځنۍ لوبه راتلونکې شنبه او درېمه يو ورځنۍ هغه په دوشنبه وکړي.

په هند کې به دواړه هېوادونه درې شل اووره سیالي هم کوي چې د نومبر پر ١٤مه، ١٦مه او ١٨مه به وي.

بله سیالي به ټيسټ لوبه وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG