د پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند مشران وايي، د پخواني وزیر اعظم او د ګوند رهبر نواز شریف ژوند له خطر سره مخامخ دی نو ځکه غواړي چې د نوموړي درملنه د لاهور سروسز روغتون پر ځای په شریف مېډیکل سټي روغتون کې وشي.
د مسلم لیګ (ن) یو مخکښ محمد طلال چوهدري بېګا مشال راډیو ته وویل، د نواز شریف علاج په بهر ملک کې کول غواړي خو د دې فېصله به نواز شریف په خپله کوي.
نوموړي په حکومت تور پورې کړ چې له دوی سره د نواز شریف په علاج کې مرسته نه کوي او اوس یې هم نوم په اې سي اېل یا له هېواده پر وتلو د بندیز په لسټ کې دی.
بلخوا وزیر اعظم عمران خان ویلي چې د پنجاب وزیر اعلا ته يې ځانګړي هدایات ورکړي چې نواز شریف ته د درملنې په برخه کې ټول سهولیات ورکړي.