د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر غني د چين بهرنيو چارو له وزير سره پر افغان سوله غږېدلې

افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان ولسمشر اشرف غني او د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يې د داسې یوې غونډې پر پلان خبرې کړې چې د حکومت او وسله والو طالبانو استازي ګډون پکې وکړي.

دا غونډه چې د بین الافغاني خبرو اترو لپاره پلان شوې باید تېره میاشت شوې وای خو وځنډول شوه.

د غونډې لپاره نوې نېټه لا نه ده ټاکل شوې. د افغان ولسمشر د وياند مرستيال دواخان مینه پال نن مشال راډیو ته وویل چې حکومت د یوه ټول شموله پلاوي پر جوړولو کار کوي.

د چین غونډه له هغو هڅو چې د امریکا په مشرۍ پیل شوې او د سېپټېمبر په میاشت کې یې بهیر ودرول شو، جلا ده. افغان حکومت ویلي چې د چین د بهرنیو چارو وزیر د سولې په پروسه کې د افغان حکومت او خلکو رول مهم بللی دی.

افغان ولسمشر ټينګار کړی چې حکومت یې باید د هرې خبرې چې له طالبانو سره کېږي، په سر کې وي. خو د وسله والو طالبانو سیاسي استازیو لا تر اوسه له حکومت سره خبرې نه دي منلې.

XS
SM
MD
LG