د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان: چادونو څلور پاکستاني عسکر وژلي


شمالي وزیرستان کې په دوو جلا جلا بمي چاودنو کې څلور پاکستاني عسکر وژل شوي او یو ژوبل دی.

انتظامي چارواکیو او ځایي خلکو مشال راډیو ته ویلي چې د رزمک د دوڅلي په منځرخېلو کې د امنیتي ځواکونو پر یوه ګاډي د سړکغاړې ماین چاودنې دوه عسکر وژلي دي او او یو ژوبل شوی دی.

همدا ډول دغې پېښې ته ورته بله بمي چاودنه نن ګهیځ په میرلي سیمه کې رامینځ ته شوېده. دلته هم د سړکغاړې ماین په یوه کې دوه پاکستاني عسکر ځای پر ځای وژل شوي دي.

تر اوسه د واړو پېښو ذمه واري هېڅ یوې وسله والې ډلې نه ده منلې.

تبصرې وګورئ

XS
SM
MD
LG