د لاسرسي ځای

تازه خبر

ايران د امريکايې سفارتخانې د نيولو ۴۰مه کليزه لمانځي



ایران: په تهران کې د امریکا پخوانۍ سفارتخانې مخې ته په زرګونه خلکو د امریکا-ضد چغې وهلې او د امریکايي ولسمشر یو ملنډویه ګوډاګي یې اخېستي دي. ۲۰۱۹ز کال، ۴ نومبر
ایران: په تهران کې د امریکا پخوانۍ سفارتخانې مخې ته په زرګونه خلکو د امریکا-ضد چغې وهلې او د امریکايي ولسمشر یو ملنډویه ګوډاګي یې اخېستي دي. ۲۰۱۹ز کال، ۴ نومبر

ايران نن (سېشنبه) په ۱۹۷۹ز کال کې د زده کوونکيو له خوا په تهران کې د امريکايې سفارتخانې د نيولو ۴۰مه کليزه لمانځي.

له اسلامي انقلاب وروسته د دې قبضې په نتيجه کې د برمته کېدنې ۴۴۴ ورځنی کړکېچ رامنځ ته شو.

د ايران سرکاري رسنی وايي چې د حکومت په ملاتړ د هېواد په ۱۰۰۰ ښارونو او ښارګوټو کې لاريونونه پيل شوي دي.

سرکاري رسنۍ هغه شېبې ښکاره کوي چې پکې د امريکا سفارت شاوخوا کوڅې له خلکو ډکې دي او سفارت ته د جاسوسانو د ځالې نوم ورکول کېږي.

محافظه کاره خبري اژانس فارس نيوز وايي چې مظاهرچيانو د امريکا او اسراييلو پرضد شعارونه ورکول.

د ۱۹۷۹ز کال د نومبر پر څلورمه نېټه په تهران کې وسله والو زده کوونکي پر امريکايي سفارت ورغلل او ۵۲ امريکايان يې تر ۴۴۴ ورځو پورې برمته کړل.

دوی دا اقدام له هغه وروسته وکړ کله چې امريکا له واکه ليرېکړل شوی رضا شاه پهلوي د محاکمه کولو په خاطر ايران ته له ورکولو انکار وکړ

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG